IQNA

6:49 - August 19, 2026
د خبر لمبر: 3493206

د نایجیریا مسیحیانو د یوه مسلمان عالم د نیمې پېړۍ تبلیغي فعالیتونه وستایل

ایکنا- د نایجیریا د کادونا ایالت یوه مسیحي پلاوي، مسلمان مبلغ شیخ عثمان محمد می‌موتا  ته د قرآن کریم او اسلامي معارف په برخې کې د څه باندې پنځوس کلونو د تبلیغي فعالیتونو او د زرګونو ځوانانو د روزنې په خاطر د درناوي مراسم ترسره کړل. د دې اقدام موخه د مسلمانانو او مسیحیانو ترمینځ د سوله‌ییز ګډ ژوند پیاوړتیا بلل شوې ده.

نایجریه او ستاینه

د ایکنا د راپور له مخې، د نایجیریا نوموړي مسیحي کشیش  یا پادري یوهانا بورو له یو شمېر مسیحي دیني عالمانو سره یوځای د دغه مسلمان مبلغ مدرسې ته ورغی او د اسلامي زده‌کړو او د ټولنې د پرمختګ په برخې کې د شیخ عثمان محمد می‌موتا د رول له امله ئې هغه ته ستاینلیک ورکړ.

بورو وویل: شیخ عثمان له ۵۰ کلونو څخه د زیاتې مودې راهیسې د نایجیریا په شمالي سیمو کې ماشومانو او ځوانانو ته قرآن کریم، حدیث، تفسیر، عربي ژبه او نور اسلامي معارف تدریس کړي دي.

د مسیحي پلاوي د معلوماتو له مخې، شیخ عثمان تر اوسه له ۱۰ زرو څخه زیاتو ځوانانو ته زده‌کړه ورکړې ده، چې ډېری یې اوس د عربي ژبې د استادانو، اسلامي عالمانو او د نایجیریا په شمال کې په بېلابېلو ښوونیزو مرکزونو او مدرسو کې د ښوونکو په توګه فعالیت کوي.

بورو وویل چې د دې اقدام موخه دا ده چې له شیخ عثمان سره، سره له دې چې عمر یې زیات شوی، د خپلو ښوونیزو فعالیتونو د دوام لپاره مرسته او هڅونه وشي او همدارنګه په کادونا ایالت کې د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.

شیخ عثمان هم له مسیحي پلاوي څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دا ستاینلیک په تېرو پنځوسو کلونو او له هغې زیاتې ښوونیزې دورې کې لومړنۍ جایزه ده چې ئې ترلاسه کوي.

هغه وویل: «دې اقدام په ما کې د مسلمان ځوانانو د ښوونې او روزنې د دوام لپاره نوې انګېزه پیدا کړې ده.»

https://iqna.ir/fa/news/4370201

captcha