IQNA

7:04 - August 19, 2026
د خبر لمبر: 3493207

د فرانسې د فوټبال ستوري له غزې سره د پیوستون څرګندونه

ایکنا- د فرانسې د فوټبال ستوري پل پوګبا په خپل رسمي اینسټاګرام  پاڼې کې د غزې د ویجاړیو او کنډوالو په منځ کې د یوه فلسطیني ماشوم عکس خپور کړ او له دې لارې یې  د دغې سیمې له خلکو سره خپله همدردي او پیوستون څرګند کړ

فتبال  او غزه

د ایکنا د راپور له مخې، پوګبا د دغه عکس ترڅنګ لیکلي وو: «کله چې دا وینم، څنګه کولی شم خپه نه شم؟»

په دې پیغام کې هغه د غزې په تړانګه کې د روانې نسل‌وژنې له امله د رامنځته شویو کړاوونو په وړاندې د خپلو ورزشي ستونزو  کوچني او بې‌اهمیته کېدو ته  اشاره کړې ده.

د پوګبا دغه دریځ په داسې حال کې څرګند شوی چې خپله نوموړی هم د خپل ورزشي راتلونکي په اړه له نامعلوم وضعیت سره مخ دی. د فرانسې د موناکو کلب مدیریت، د هغه له بیا ټپي کېدو او په سیالیو کې د شتون  له کمېدو وروسته، د نوموړي د قرارداد د متقابلې هوکړې له لارې  پای ته ړ  رسولو په اړه خبرې پیل کړې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4370358

captcha