ایکنا- د پاریس په لوور میوزیم کې د اسلامي هنرونو په اړه یو نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د دغه میوزیم د اسلامي هنرونو له ټولګې څخه کابو ۵۰ اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ایکنا د راپور له مخې،چې د «آذرنیوز» په حواله ئې خپور کړی،راغلي دي، لوور میوزیم د اسلامي هنرونو له خپلې ټولګې څخه غوره شوي اثار نندارې ته وړاندې کړي دي. د دغه میوزیم د اسلامي هنرونو څانګه اوس د بیارغونې په حال کې ده، له همدې امله میوزیم د «Affinités: The Wonders of Islamic Art Through Decorative Arts» تر عنوان لاندې لنډمهاله نندارتون پرانیستی دی چې د خپلې اسلامي هنري ټولګې غوره اثار پکې نندارې ته وړاندې کېږي.
دغه نندارتون به د دسمبر تر ۳۱ ، چې د مرغومي د میاشتې له ۳ سره سمون خوري، دوام وکړي او د اسلامي هنرونو له دې برخې څخه کابو ۵۰ اثار به پکې نندارې ته وړاندې شي. دغه نندارتون، د اسلامي هنرونو د څانګې د بیارغونې له امله د هغې د لنډمهالې تړل کېدو ترڅنګ، لیدونکو ته فرصت ورکوي چې د دې ټولګې له ځینو مهمو اثارو سره هم اشنا شي.
د نندارتون مسوولینو، فیلیپ مالګویر او انابل کالین، ویلي چې د دې پروژې موخه د اسلامي هنرونو او تزئیني هنرونو د برخو ترمینځ د تاریخي، تخنیکي او هنري اړیکو څېړل دي.
په دغه نندارتون کې چې د نهمې تر اوولسمې پېړۍ پورې اړوند اثار پکې نندارې ته وړاندې کېږي، د اسلامي نړۍ او اروپا ترمنځ هنري او کلتوري راکړې ورکړې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
دغه نندارتون د رڼا، رنګ او مجسمهسازۍ پر درو اصلي موضوعاتو راڅرخي. د لوور میوزیم په وینا، دغه اثار هغه مهم تخنیکي او هنري نوښتونه څرګندوي چې په اسلامي نړۍ کې رامنځته شوي دي؛ همداراز په اروپا او فرانسوي ټولګو کې د دغو اثارو د پراخې ګروهنې ښکارندويي هم کوي.
د نندارتون د مسوولینو په وینا، د «Affinités» عنوان د «نزدیکت» یا «اړیکو» په معنا دی او د اسلامي هېوادونو او اروپا ترمنځ تاریخي اړیکو ته اشاره کوي؛ داسې اړیکې چې هم جغرافیایي نږدېوالی او هم کلتوري او هنري ورتهوالی پکې شامل دي.
https://iqna.ir/fa/news/4368974