ایکنا- داپه داسې حال کې ديچې تیر میاشت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومنی په اسلام اباد کې کوربه ؤ.
ایکنانیوز د ایرنا خبری آژانس له قوله راپور راکړی، یوې خبرې ډيپلوماټيکې سرچینې وئيلي چې دپاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د ایران د اسلامی جمهوریت له چارواکو سره د خبرواترو لپاره تهران ت ه راروان شوی دی.
دغې سرچینې په اسلام اباد کې ایرنا ته وئیلي دي چې محسن نقوي له اسلام اباده د تهران په لورخوځيدلی دی.
داپه داسې حال کې ديچې تیر میاشت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومنی په اسلام اباد کې کوربه ؤ.
ټاکل شوې ده چې محسن نقوی په دغه سفر کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هیوادونو د دلچسئ وړ موضوګانو او د دوو اړخیزو مسئلو په باب کتنه او خبرې اترې وکړي.
https://www.irna.ir/news/86233481