IQNA

16:03 - August 11, 2026
د خبر لمبر: 3493172
 د مسلمانوعالمانو نړیواله اتحادیه!

قرآن کریم د شیخ کعباش د ژوند او لیدتوګې چورلیز ؤ

ایکنا-  د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې مشر علی قره داغي ،د لوی عالم او مجاهد شیخ محمد سعید کعباش د مړینې  په مناسبت د الجزایر ولس او  اسلامی امت ته تسیلیّت ووایه.

شیخ کعباش

یکنانیوز د al۲۴news له قوله راپور راکړی، د مسلمانو عالمانو دنړیوالې ټولنې مشر ټينګار کړی دی چې  دشیخ محمد سعید کعباش مړینه د الجزایر  لپاره یوه ستره ضایعه  ده ، یو داسې کس چط علم ،تبلیغ، تعلیم، اصلاح ،جهاد او خدمت ئې  د خپل  وطن  سره ترکیب کړی ؤ.

د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې په اعلامیې کې وئيل شوي دي، چې قرآن کریم  د  هغه په ژوند،لیدتوګې  او مشارکتونو کې چورلیزي رول درلود او  د هغه په لیکنو ،شاګردانو او هغو نسلونو کې ئې  د هغو د اغیزو اندازه چې  هغه روزلي او تربیت کړی دي ،ځلا موندلې ده.

 په دغې اعلامیې کې  د خدای بخښلی  په ګټه ور عملی میراث او مشارکتونو په یادولو سره  له خداوندمتعال څخه غوښتل شوي چې  د قرآنی ،علمی تبلیغي  او هر هغه فعالیتونه چې  هغه  ورپسې نسلونو ته ورزده کړي دي،  د هغه د  حسناتو په تلې کې  ورزیات کړې اوتر ټولو غوره ثواب ورپه برخه کړې.

 د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې په دغې اعلامیې کې دغه راز دعا کړې چې خداوند سبحان  دې هغه خدای بخښلي ته  پخپل پراخ رحمت  او نعمتونو کې ځاي ورکړي ،ځائیګی ئې لوړ کړي ،  د هغه د علم، تبلیغ ، اصلاح او جهاد په خاطر ورته ثواب ورسوې  او هغه له پیغمبرانو،صالحانو، صدیقینو او شهیدانو سره محشور کړې.

شیخ محمد سعید کعباش  د قرآنی مطالعاتو او علم کې د یوې غوره څیرې په توګه او  د الجزایر  په مزاب  درې کې  په غردایه ولایت کې  په العطف ښار کې یو لوي مهم علمی شصخیَت پيژندل کید چې  د زمری  یا اسد د میاشتې په شپاړسمه نیټه د جمعې په ورځ  په ۹۷ کلنئ کې وفات شو. 

د هغه په ترټولو مهمو آثارو کې  د «نفحات الرحمن فی ریاض القرآن:تفسیر ته اشاره کولی شو. دغه اثر  د قرآن کریم د تفسیر په حوزې کې یوه ډیره غوره علمی بریا حسابیږي  او  د پوهونې ،تدریس ،تبلیغ او اصلام  لپاره د لسیزو  هڅو  اوج ښئ.

 په دغې ضايعې پسې  د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون  د هغه کورنۍ ، او د الجزایر ټولنې ته د تسلیّت او همدردئ پیغام خپور کړی دی.

هغه ددغه لوی خدای بخښلي عالم  د احترام په خاطر ټینګار کړی دی ، الجزایر یو داسې اتل شخصیّت چې خپل ژوند ئې  د ملی وحدت ،مصلحتونو  او ګټه ورو  ارزښتونو د ساتلو لپاره وقف کړی ؤ له لاسه  ورکړی دی.

https://iqna.ir/en/news/3498592

captcha