ایکنا- د اروپا او اسیا د ۲۳ هېوادونو عمرهکوونکو د یوه پروګرام په ترڅ کې، چې د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت له خوا جوړ شوی و، په مدینې منورې کې د ملک فهد د قرآن کریم د چاپ او خپرولو له کمپلیکس څخه لیدنه وکړه.
ایکنانیوز د سعودي خبري اژانس (SPA) په حواله راپور رااکړ، د « حرمین شریفین د خادم د عمرې او زیارت» په پروګرام کې د ګډون کوونکو دویمې ډلې د شنبې په ورځ، د زمري یا اسد د میاشتې په ۱۷ ، په مدینې منورې کې د خپل فرهنګي پروګرام د یوې برخې په توګه د ملک فهد د قرآن کریم چاپ د مرکز لیدنه وکړه.
په دې ډلې کې د اروپا او اسیا د ۲۳ هېوادونو ۲۵۰ عمرهکوونکي شامل وو. هغوی د دغه مرکز له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د قرآن کریم د چاپ له پړاوونو، د چاپ له ماډرن ټکنالوژیو او د ارزونې او تأیید له پروسو سره بلد شول
دوي ته همداراز د قرآن کریم په خدمت کې د دغه مرکز د هڅو، د قرآن کریم په چاپ کې د هغه د رول، د وحې د کلام د معناوو له ۸۰ څخه زیاتو ژبو ته د ژباړې او په بېلابېلو نړیوالو ژبو د مرکز د خپرونو د چاپ او خپرولو په اړه معلومات ورکړل شول.
د لیدنې په پای کې، زائرینو ته داسې ډالۍ ورکړل شوې چې د ملک فهد د قرآن کریم د چاپ مرکز له خوا په بیلابیلو ژبو چاپ شوې د قرآن کریم نسخې او د هغه د معناوو ژباړې پکې شاملې وې.
مېلمنو د قرآن کریم د چاپ په برخې کې د نوې ټکنالوژۍ له کارولو او د چاپ په بېلابېلو پړاوونو کې د دقت له مراعاتولو ستاینه وکړه او د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت هغه هڅې یې هم وستایلې چې د زائرینو لپاره د ځانګړو فرهنګي پروګرامونو د پلي کولو په موخه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې په مدینه منوره کې د ملک فهد د قرآن کریم د چاپ مرکز د ۱۹۸۴ کال د اکتوبر په ۳۰مه پرانیستل شوی او له نږدې څلورو لسیزو فعالیت وروسته، نن سبا په نړۍ کې د قرآن کریم د چاپ پر تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.
دغه مرکز په سعودي عربستان کې له مهمو ماډرنو فرهنګي او دیني مرکزونو څخه شمېرل کېږي چې په ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو کې، د قرآن کریم د کره نسخو د بېلابېلو روایتونو له مخې د چاپ او وېش په برخې کې مهم رول لري.
https://iqna.ir/fa/news/4368818