ایکنا- مري بتول الطعمه له درو لسیزو څخه ډېره موده په بریتانیا کې د تازه مسلمانانو خدمت ته وقف کړې ده. هغې په ۲۰۲۶ کال کې د نوو مسلمانانو د ملاتړ په برخې کې د خپلو تلپاتې خدمتونو د درناوي په موخه د مادام العمر لاستهراوړنې جایزه ترلاسه کړه.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «مسلم نیوز» په حواله ئې خپور کړی راغلی دي، هر څوک چې په لوېدیځو هېوادونو کې د اسلام منونکو کسانو کیسې واوري، درک کوي چې د دوي د پام وړ شمېر، په ځانګړي ډول ښځې، له اسلام منلو وروسته له جدي ننګونو سره مخ کېږي. ځینې له خپلو کورنیو یا ملګرو سره له ترینګلو اړیکو سره لاس او ګرېوان وي، په داسې حال کې چې ځینې نورې د اسلام د منلو له لومړنیو مراسمو او خوښیو وروسته ځانونه له هر ډول ملاتړ پرته ویني.
په همدې زمینې کې د مري بتول الطعمه هڅې ځانګړی اهمیت پیدا کوي. هغې خپل ژوند په بریتانیا کې د نویو مسلمانانو خدمت ته وقف کړی دی؛ دغه ژمنتیا د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۶ هغه مهال خپل اوج ته ورسېده چې د بریتانیا د «مسلم نیوز» ورځپاڼې له خوا، د دې څانګې په برخه کې د څه باندې درو لسیزو د پرلهپسې کار له امله، د مادم العمر لاستهراوړنې جایزه ورکړل شوه.
الطعمه د تازه مسلمانانو د فاؤنډیشن بنسټګره او د مدیره پلاوي غړې ده؛ دغه بنسټ ئې په ۲۰۱۹ کال کې جوړ کړی و. دهغې دا سفر د هغې لارې دوام دی چې په ۱۹۹۳ کال کې یې پیل کړ؛ هغه مهال یې د لېسټر د اسلامي بنسټ د تازه مسلمانانو د پروژې مدیریت پر غاړه واخیست
د دغو کلونو په اوږدو کې هغې د «Meeting Point» مجله تاسیس او د هغې د مسؤل مدیرې په توګه ئې کار وکړ. دغه مجله د تازه مسلمانانو د خدمت لپاره ځانګړې شوې لومړنۍ مجله وګرځېده.
تازه مسلمانانو ته ۲۵ کاله خدمت
مري بتول د ۲۵ کلونو لپاره د تازه مسلمانانو پروژه رهبري کړه او زرګونو تازه مسلمانانو ته ئې عملي لارښوونې، روزنه او نفسیاتي ملاتړ وړاندې کړ. دغه پروژه د هغو کسانو لپاره پر یوې باوري سرچینې بدله شوه چې د دیني زدهکړو په لټه کې وو، د کورنۍ د جوړولو په برخې کې ئې ملاتړ ته اړتیا لرله، غوښتل یې اسلامي هویت رامنځته کړي او یا له مسلمانې ټولنې سره یوځای شي.
د مري بتول رول یوازې تر عملي کارونو محدود نه و، بلکې په بریتانیا کې ئې د اسلام منلو د ښکارندې په اړه د ټولنیز پوهاوي له زیاتولو سره هم مرسته وکړه.
ماري بتول د نوو مسلمانانو له پروژې سره تر ۲۵ کلنې همکارۍ وروسته، خپل ماموریت د تازه مسلمانانو د بنسټ له لارې هم جاري وساته. دغه بنسټ په ۲۰۱۹ کال کې د یوه ملي تنظیم په توګه جوړ شو، څو په ټوله بریتانیا کې د نویو مسلمانانو د ملاتړ لپاره ځانګړې خدمتونه وړاندې کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4368636