ایکنا- د ایران د محصلینو د قرآني ادارې سرپرست جواد نصیري اوانکي د هېواد د محصلینو د قرآني ادارې او ایکنا د رسنیزو، ښوونیزو، څېړنیزو او سټوډیويي ظرفیتونو په تشریح کولو سره،په قرآني برخې کې د فعالو مجازي فعالانو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ته د دغو دواړو بنسټونو د چمتووالي خبر ورکړ او ویې ویل: د قرآن کریم د حفظ په برخې کې هغه څه چې اړین ښکاري، د نوي نسل له اړتیاوو او ځانګړنو سره سم د مخاطبانو د جذب او د قرآن کریم د حفظ د پراختیا په لارو چارو کې بیاکتنه ده.
د ایکنا د خبریال د راپور له مخې، د «د قرآن کریم په دودولو کې د دیني بلاګرانو د ژوند تجروبې، د قرآن کریم حفظ ته په پام سره» په عنوان سره ناسته د سهشنبې په ورځ، یعني د زمري په ۲۷مه، د قرآن کریم د ملي حفظ د طرحې د رهبرۍ د کمیټې په همکارۍ، د ایکنا په کوربهتوب او د قرآن کریم د حفظ د سټراټژيکې کمیټې د منشي محمدمهدی بحرالعلوم، د ایران د محصلینو د قرآني څانګې د سرپر ست او د ایکنا خبری آژانس عمومی مدیر جواد نصیري اوانکي،او د قرآن کریم د حفظ د رهبرۍ د ستاد د همغږۍ او څارنې د مسئول حسین تقيپور او د ټولنیزو شبکو په برخه کې د قرآن کریم د حفظ د زدهکړې د یو شمېر فعالانو په ګډون ترسره شوه.

د ایران د محصلینو د قرآني څانګې سرپرست او د ایکنانیوز عمومی مدیر جواد نصیري اوانکي، د دې ناستې په پیل کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو پر مهال وویل: ډېر خوښ یم چې د قرآن کریم په برخې کې د یو شمېر فعالانو او اندیښنه لرونکو کسانو په خدمت کې یو او هیله لرم چې دا ناسته د قرآني بنسټونو او د هېواد د محصلینو د قرآني ادارې ترمنځ د اغېزمنو او دوامداره اړیکو او همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه: لکه څنګه چې دوستان د قرآن کریم د نړیوال خبري اژانس «ایکنا» له ارزښتناکو فعالیتونو سره بلد دي، دا خبري اژانس یوازې د قرآني خبرونو او پېښو پوښښ نه کوي، بلکې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري. د ایکنا د فعالیتونو یوه مهمه برخه د قرآن کریم او دیني معارفو له برخې سره تړاو لري، خو ورسره یوځای پوهنتونونه، دیني مدرسې، ټولنیزې او کورنۍ مسئلې، کلتور، هنر او ادبیات هم د دې خبري اژانس د فعالیتونو په ایجنډا کې شامل دي.

نصیري اوانکي ټینګار وکړ: مهمه خبره دا ده چې هغه خدمتونه چې اداره او خبري اژانس یې په دې برخې کې د قرآني فعالیتونو د ملاتړ او د همکاریو د پراختیا لپاره وړاندې کولی شي، اړوندو بنسټونو ته به هېڅ لګښت ونه لري او له دغو ظرفیتونو څخه په وړیا توګه او د ګډو همکاریو په چوکاټ کې ګټه اخیستل کېدلی شي.
د ایکنا نیوز عمومی مدیر وام ورکړ: د ادارې له نورو ظرفیتونو څخه یو هم د زدهکړې مرکز دی. که قرآني فعالان یا ښوونیز بنسټونه د تخصصي دورو د جوړولو لپاره نظرونه او مطالب ولري، مونږ کولی شو دغه دورې په خپل ښوونیز مرکز کې ترسره کړو.
د قرآن کریم د حفظ په اړه په ځینو دودیزو لیدلورو بیاکتنه
جواد نصیري د خپلو خبرو په بلې برخې کې وویل: د مجازي فضا، په ځانګړي ډول له زلمیانو او نوي نسل سره د اړیکو په برخې کې، مونږ د ژوند د سټایل، اړیکو او د مخاطبانو د جذب د طریقو له مهمو بدلونونو سره مخ یو. له همدې امله اړینه ده چې د قرآن کریم د حفظ په اړه په ځینو دودیزو لیدلورو کې هم بیاکتنه وکړو.

د قرآن کریم د حفظ د دودولو لپاره د مجازي او انټرنیټي فضا له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې اړتیا!
د ایکنا د راپور له مخې، د دغې ناستې په دوام کې د قرآن کریم د حفظ د سټراټژيکې کمیټې د همغږۍ او څارنې مسئول حسین تقی پور، د قرآن کریم د حفظ د فرهنګ د پراختیا لپاره د انټرنیټي او مجازي فضا له ظرفیتونو څخه د استفادې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: په دې برخه کې یوه له مهمو مسئلو څخه د مجازي فضا د ځانګړنو، لکه د محتوا ډولوالی، لنډو ویډیوګانو او د مطلبونو د چټک خپرېدو، او د قرآن کریم د حفظ د ماهیت ترمنځ توپير دی؛ ځکه د قرآن کریم حفظ دوام، تمرین او اوږدمهاله فعالیت ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: له همدې امله باید وڅېړو چې څنګه کولی شو دغه تضاد او توپیر په اینسټاګرام او نورو انټرنیټي او مجازي پلیټ فورمونو کې حل کړو او د قرآن کریم د حفظ د دودولو لپاره له دغه ظرفیّته استفاده وکړو.
https://iqna.ir/fa/news/4370600