ایکنا- د «ربیع الاول» میاشتې د لومړیو شپو ورځو او په دې مبارکې میاشت کې د ګڼو بختورو او متبرکو اخترونو له رارسېدو سره هممهاله، ایکنا خبري اژانس د «محمد(ص)؛ زموږ د زمانې لپاره پیغمبر» نومې کتاب کرکتنه او ارزونه کړې ده. دا کتاب د لوېدیځې څېړونکې «کارن آرمسټرانګ» لیکلی او په دې کې د یوې لوېدیځې څېړونکې له نظره د هغه پیغمبر روایت وړاندې شوی چې د تاریخ، ایمان او رحمت ترمنځ یې د بشریت د لارښوونې مفهوم بیا ولیکه او معنا یې ورکړه.
د اسلام د پیغمبرحضرت محمد(ص) سیرت له هماغو لومړیو شپوورځو څخه یوازې د تاریخي روایت موضوع نه وه. مسلمانانو له پېړیو راهیسې د هغه له سیرت څخه د خپل ایمان او اخلاقو د درک لپاره ګټه اخیستې ده. له بلې خوا، غیرمسلمان څېړونکو او د دینونو پوهانو هم هڅه کړې چې د هغه شخصیت او میراث له بېلابېلو تاریخي، الهياتي، ټولنیزو او تمدني لیدلورو وڅېړي. خو په لوېدیځي نړۍ کې د اسلام د پیغمبر انځور تل یو شان نه و.
په همدې منځومیان کې، د «محمد(ص)؛ زموږ د زمانې لپاره پیغمبر» نومې کتاب چې «کارن آرمسټرانګ» لیکلی، د پام وړ ځای لري؛ دا د یوې لوېدیځې لیکوالې او دینپېژندونکې اثر دی چې هڅه ئې کړې د اسلام د پیغمبر ژوند د لوېدیځوالو له زاوئې او له تعصب ډکو انځورونو پرته، د عربستان د ټاپووزمې له تاریخي، ټولنیز او دیني چاپېریال سره په تړاو کې روایت کړي. د دې کتاب اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې یوې لوېدیځې لیکوالې د مسلمانانو د پیغمبر په اړه لیکلي دی؛ بلکې تر دې مهمه دا ده چې آرمسټرانګ هڅه کړې د اسلام په اړه د لوېدیځ د ځینو تاریخي مخکېنیو فرضیو څخه واوړي او د حضرت محمد(ص) شخصیت د هغه د اصلي دعوت په واقعي زمینې کې بیا وڅېړي. البته، دا هڅه هم د هر بل تاریخي او دینپوهنيز اثر په څېر، انتقادي لوستنې، د سرچینو ارزونې او د تاریخي روایت او دیني باور ترمنځ د توپیر په پام کې نیولو ته اړتیا لري.

«کارن آرمسټرانګ» په خپل روایت کې حضرت محمد(ص) د خپل وخت د خلکو په منځ کې راولي، څو څرګنده کړي چې د هغه دعوت څنګه د جاهلي ټولنې د مناسباتو پر وړاندې ودرېد او څنګه یوه دیني تجروبه په یوه ټولنیز او تمدني خوځښت بدله شوه. له مکې او له وحې سره د لومړۍ مخامخېدنې څخه رانیولې تر هجرت، د مدینې د ټولنې تر جوړېدو، جګړو، تړونونو او په پای کې د پیغمبر تر رحلت پورې، کتاب هڅه کوي د هغه پیغمبر د ژوند اصلي کرښې انځور کړي چې رسالت یې د توحید له بلنې پیل او د ایمان او اخلاقي مسئولیت پر بنسټ د یوې نوې ټولنې تر جوړولو پورې ورسېد.

د «ربیع الاول» میاشتې لومړیو شپوورځو او د دغې میاشتې د ګڼو اخترونو رارسېدل، یو فرصت دی چې یو ځل بیا د هغه پیغمبر سیرت ته ور وګرځو چې «رحمت» یې یوازې د یوه انتزاعي مفهوم په توګه نه، بلکې په خپل ټولنیز او انساني ژوند کې په عملي بڼه څرګند کړ؛ هغه پیغمبر چې قرآن کریم یې په اړه د «رحمةً للعالمین»؛ یعنې «د ټولو نړیوالو لپاره رحمت» تعبیر کارولی دی.
«آرمسټرانګ» خپل کتاب پر دې بنسټیز اصل ولاړ کړی چې اسلام د هغو ډلو له کړنو څخه نه شي پېژندل کېدای چې د هغه په نوم تاوتریخوالی ترسره کوي، او د اسلام د پیغمبر(ص) شخصیت هم د هغو انځورونو له لارې نه شي درک کېدای چې د اسلام ضده غلیمانه ادبیاتو کې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوي دي. د هغې له نظره، حضرت محمد(ص) باید د اسلام د لومړني پړاو، یعنې د اوومې میلادي پېړۍ، په تاریخي، ټولنیز او دیني چاپېریال کې وکتل شي او د هغه د ښوونو او د اوسمهاله زمانې د تاوتریخوالي ترمنځ اړیکه باید په لا ډېر دقت وارزول شي.

یوه لیکواله د دیني تجربې او مقایسوي څېړنې پر پوله!
«کارن آرمسټرانګ»، د دیني بنسټونو په برخې کې بریتانیاۍ لیکواله او څېړونکې ده. نوموړې تر دې چې په محدودې اکادمیکې معنا د اسلام د تاریخ متخصصه وي، د مقایسوي دینونو په برخه کې یوه پېژندل شوې څېره ده.
هغه یوه لوېدیځې لیکواله ده چې مسیحي مخیینه او ریښه لري او د مقایسوي دینپېژندنې له طریقې څخه یې اسلام ته کتنه کړې ده. له همدې امله، دا موضوع باید تل د «محمد(ص)؛ زموږ د زمانې لپاره پیغمبر» نومېکتاب د لوستلو پر مهال په پام کې ونیول شي؛ ځکه د هغې ډېری څېړنیز روایتونه د اسلامي الهياتو له دننه نه، بلکې د دینونو د تاریخ او د بېلابېلو دیني دودونو ترمنځ د خبرو اترو له لیدلوري جوړ شوي دي.







https://iqna.ir/fa/news/4370152