IQNA

د کتارا د قرآن نړیوالو سیالیو د لسم پړاو جزئیات اعلان شول

13:58 - August 08, 2026
د خبر لمبر: 3493149
 د قطر کتارا سیالئ
ایکنا- په قطر کې د  کتارا  فرهنګي بنسټ د یوې خبرتیا په خپرولو سره، د  کتارا جایزې  د قرآن کریم د تلاوت د نړیوالو ټيلیویژني سیالیو په لسم پړاو کې د ګډون لپاره د نوم‌لیکنې د فرصت تر څنګ، د دغو سیالیو نور جزئیات هم اعلان کړل.

د ایکنا خبري اژانس د کتارا د قرآن نړیوالې جایزې د سیالیو د رسمي وېب‌پاڼې په حواله راپور  راکړی،  د قرآن کریم د تلاوت لپاره د کتارا جایزه د قرآن کریم د قرائت او تلاوت په برخې کې د غوره استعدادونو د هڅونې او موندنې، د تر ټولو ښکلو غږونو د انتخاب، او د تجوید د علم د قواعدو له مخې د قرآن کریم په تلاوت کې د ممتازو قاریانو د معرفي کولو په موخه ترسره کېږي. دغه سیالۍ همداراز د غوره او نوښتګرو قاریانو د درناوي او د نوي نسل د هڅونې لپاره هم جوړېږي.

د جایزې کمېټه به ټول لېږل شوي آثار ترلاسه او د سیالیو دارالانشاء ته    ولېږي. د آثارو له ارزونې وروسته به ۱۰۰ غوره ګډونوال وټاکل شي. د دغو ۱۰۰ کسانو  لېږل شوي آثار به وروسته لومړني پلاوي ته وړاندې شي، څو ۱۵ غوره وروستي پړاو ته رسېدونکي کسان وټاکل شي.

یوازې دغه ۱۵ وروستي پړاو ته رسېدونکي کسان اړ دي چې د مقدماتي پړاو او د وروستي پلاوي په وړاندې د سیالۍ لپاره دوحې ته سفر وکړي. وروسته به دغه ۱۵ کسان د کتارا د قرآن کریم د جایزې د درو غوره  ځائيګیو د ګټونکو د ټاکلو لپاره له یو بل سره سیالي وکړي.

د کتارا په  قرآني سیالیو کې د ګډون لپاره د نوم‌لیکنې څرنګوالی!

د جایزې کمېټې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره ځانګړي شرایط او کړنلارې ټاکلې دي. د دغو شرایطو تر ټولو مهم یې د جایزې په وېب‌پاڼه کې د ګډون د شرایطو مطالعه او منل، د ګډونوال له لورې د اړینو فایلونو پورته کول او د ټیلیګرام اپلېکېشن له لارې ئې د ۰۰۹۷۴۶۶۸۱۱۱۵۵ شمېرې ته استول دي.

ګډونوال باید د فایلونو له لېږلو سره خپل نوم، هېواد او عمر هم ولیکي او فایلونه باید له دوو بېلابېلو شمېرو څخه ونه لېږل شي.

د نوم‌لیکنې وروستۍ نېټه د سپټمبر ۳۰ ، چې د روان لمریز کالد میزان د میاشتې  له ۸  سره برابره ده، ټاکل شوې ده.

په ضروري سندونو کې ، د سفر د سند یا پېژندپاڼې کاپي، د ګډونوال شخصي عکس، او دوه ویډیویي فایلونه چې په دوو برخو کې د قرآن کریم تلاوت پکې شامل وي شامل دي . د هرې برخې د تلاوت موده باید له شپږو دقیقو زیاته نه وي.

دواړه برخې باید د تجوید په سټال ، د مشهورو مقاماتو په کارولو سره، تلاوت شي:

لومړۍ برخه: د هود سورې، له ۱۱۲م آیت څخه.

دویمه برخه: د انعام سورې، له ۵۹م آیت څخه.

د ویډیو د ثبت شرایط

د سیالیو دارالانشاء د ویډیو د ثبتولو طریقه او شرایط هم مشخص کړي دي.

د کتارا د قرآن نړیوالو سیالیو لپاره د ځانګړو شویو ټولو جایزو ارزښت ۸۰۰ زره قطري ریاله دی.

  لومړي مقام ګټونکي ته: ۵۰۰ زره قطري ریاله

  دویم مقام ګټونکي ته: ۲۰۰ زره قطري ریاله

  ا و  دریم مقام ګټونکي ته: ۱۰۰ زره قطري ریاله په نظر کې نیول شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4368388

captcha