IQNA

15:36 - August 08, 2026
د خبر لمبر: 3493153

بن‌ګوېر د فلسطیني بندیانو قرآنونه ضبط کړل

ایکنا- د وحشي صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت د وزیر په امر، د نقب زندان کارکوونکو پر دغه زندان د برید پر مهال د فلسطینيو  بندیانو د قرآن کریم نسخې ضبط کړې او د هرې برخې لپاره یې یوازې یوه نسخه پرېښودله.

بن ګورین

 ایکنانیوز  د المیادین په حواله  راپورراکړ، د تیریګر صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګوېر د پنجشنبې په ورځ پر نقب زندان یرغل  وکړ او ساتونکو ته ئې امر ورکړ چې د فلسطینيو بندیانو پاتې جامې په غیر قانونی  توګه ضبط کړي.

د فلسطینيو  بندیانو د رسنیز دفتر په یوې اعلامیې کې دا موضوع اعلان شوې ده.

دغه بنسټ وویل، د زندان کارکوونکو د برید پر مهال د قرآن کریم نسخې هم ضبط کړې او د هرې برخې لپاره یې یوازې یوه نسخه پرېښودله. له دغو عملیاتو وروسته، بندیان یوازې له لږو جامو سره پاتې شوي دي.

د بندیانو رسنیز دفتر زیاته کړه: په  نقب  زندان کې وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی او د خوراکي توکو او روغتیايي توکو له دوامدار کمښت، د سختو  زَورونکو اقداماتو له زیاتېدو او د پرله‌پسې ناوړه چلندونو  یادونه ئې وکړه.

دغه بنسټ وویل: دغه وضعیت د سلګونو بندیانو ژوند له خطر سره مخ کړی او د بشري حقونو ضد دغو اقداماتو د زر تر زره د درولو لپاره یې د فوري اقدام غوښتنه کړې ده.

د دغه رژیم په زندانونو کې اوس مهال شاوخوا ۹۵۰۰ فلسطیني بندیان ساتل کېږي، چې په هغوی کې ۹۴ ښځې او له ۳۵۰ څخه ډېر ماشومان هم شامل دي.

د بشري حقوقو ادارو  له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې دغه راپورونه وڅېړي او د نړیوالو بشري قوانینو د رعایت ډاډ ترلاسه کړي. 

https://iqna.ir/fa/news/4368368

captcha