ایکنا- د ایران د شهیر رهبر د تدفین د څلویښتۍ په دستورو کې چې یوازې د شهید رهبر د تدفین او جنازې په څلویښتمې ورځې دستورې نه دي، ولس راغی څو د شهید امام خامنه اي په اربعین کې خپله ژمنه تازه کړي ، د شهید د لارې د دوام لپاره ژمنه، د اسلامی انقلاب د آرمانونو د ساتلو ژمنه او په هغې لارې کې د کلکې دریدا ژمنه چې هغه بزرګوار خپل ژوند پکې قربان کړ.
ایکنانیوز راپور راکړ، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې او خاورو ته د سپارلو د څلوېښتۍ دستورې د تهران په امام خمیني (ره) عیدګاه یا مصلی کې د دغه شهید رهبر د لسګونو زره مینهوالو په ولولناک شتون سره ترسره شوې.
په راپور کې راغلي دي، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیتالله العظمی سید علي حسيني خامنهاي، د جنازې او خاورو ته د سپارلو د څلوېښتۍ دستورې ، د اسلامي انقلاب د رهبر له خوا د تهران په امام خمیني (ره) مصلا کې، د دغه شهید رهبر د ګڼ شمېر مینهوالو په شتون کې ترسره شوې.
د ایران د خلکو ترڅنګ، ګڼ شمېر پوځي او سیاسی چارواکو هم په دغو معنوي او ولولناکو مراسمو کې ګډون وکړ.

د اسلامي انقلاب د شهید رهبر زامن، د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف، د ایران د قضائیې قوې مشر حجتالاسلام محسني اژهاي، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمدرضا عارف، او د امام خمیني (ره) د حرم متولي حجتالاسلام سیدحسن خمیني، له هغو چارواکو او شخصیتونو څخه وو چې په دغو مراسمو کې ئې ګډون وکړ.
ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبې ورځې،د ماښام او ماسخوتن له لمانځه وروسته به د قم ښار د حضرت بی بی معصومه (سلامالله علیها) په سپېڅلي حرم کې هم د شهید د کورنۍ د غړو په شتون کې دغه شان ولولناکې او پرتمینې دستورې ترسره شي.

همدارنګه، د اسلامي انقلاب د رهبر له خوا د شهید رهبر د جنازې د څلوېښتۍ په مناسبت د درناوي مراسم به سبا هم د پنجشنبې په ورځ، د ماښام او ماخوستن له لمانځه وروسته د حضرت امام رضا (علیهالسلام) په سپېڅلي حرم او د امت د شهید رهبر د قبر ترڅنګ، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د کورنۍ د غړو په شتون کې ترسره شي.
په ټول هېواد کې به هم د پنجشنبې په ماښام د ایران په مرکزونو، ولایتونو، ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید مجتبی حسینی خامنه ا ي د استازو په چورلیزتوب، د جمعې د امامانو، علماوو او خلکو په ګډون، پراخ او عمومی مراسم ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4370471