IQNA

حجة الاسلام عیسی زاده:

د قرآنی قاموس انګلیسې ژباړه به دې کال خپرېږې

16:05 - August 06, 2014
د خبر لمبر: 1436737
ادبی ډله: د قرآن قاموسونو قاموس او معارف مرکز مشر د قرآن قاموس درې ژبو کښې د ژباړه خبر ورکړی، او وولی: د انګلیسې ژبه ژباړه به دې کالی خپرېږې.


حجت الاسلام عیسی عیسی زاده، د قرآن قاموسونو قاموس او معارف مرکز مشر د قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې د قرآن قاموس ژباړه کتاب په هکله وولی: قرآنی قاموس ۳۰ټوکه یوه مجموعه ده چې په ۸۸ کال کښې پایی ته رسېدلی چې د عربی هیوادونو او د سیمه نورو هیوادونو ښه استقبال سره سم وړاندیز شوی وو چې د دې عربی، انګلیسې او اردو ژباړه هم خپره شی.

هغه زیاته کړه لکه څه رنګ چې دا هراړخیزه قاموس دی او یو بې ساری پروژه ده او لکه څه رنګ چې دا مجموعه د جمهوری اسلامی د کال کتاب او د حوزه د کال کتاب هم ټاکلی شوی، نو ځکه د دې په ژباړه د پنځه کالونه کار پیل کړی.

د قرآنی قاموس د عربی ژباړه څلورم ټوک چاپ ته تیار دی

حجت الاسلام عیسی زاده زیاته کړه: د دی اثر عربی ژباړی دوه ټوکه د رمضان میاشته نه مخکښې او درېیم ټوک یی د رمضان میاشته کښې چاپ او خپور شوی. د عربی نوم یی *المفتاح الجامع لمصطلحات القرآن و مفاهیمه* ټاکلی شوی او څلورم ټوک یی اوس د لټون شورا سره دې چې له دې نه پس به د نشر شورا ته ځې او د چاپ لپاره تیارېږې.

هغوی د اردو ژباړه*قرآنی قاموس* ته اشاره هم وکړه او وولی:  د اردو ژباړه یوې پاکستانی مؤسسه امام المنتظر په غاړه اخیستلی، چې ترجمه یی د معجم معنایی قرآن په نوم شوی او ړومبی ټوک یی د رمضان په میاشته کښې چاپ شوې او بازار ته راغلې، چې چاپ یی په ایران کښې بوستان کتاب کړی، او په پاکستان کښې به خپرېږې او دویم ټوک به یی هم ژرترژره خپور شی.

د قرآنی قاموس اردو ژباړه به ۴۰ نه تر ۵۰ ټوک وی

د قرآنی قاموسونو ډلې مشر وویلی: د اردو ژباړه قرآنی قاموس یوه لویه پروژه ده او د قرآن د آیتونو ژباړه هم په دې کښې شامله ده، له دې کبله ممکنه ده دا ژباړه ۴۰ نه تر ۵۰ ټوک ته رسی.

هغوی زیاته کړه او د انګلیسی ژباړه ته اشاره سره یی وویلی: یو ټوک له دې ژباړه د نمونه لپاره به د اسلامی پوهنتون لندن استاد بهمن پور ته ور په غاړه شوی، او د لټون او ارزښت ټاکوونکى  ډلې ته ورکړی شوی چې تر اوسه له نتیجه نه ښودلی او د تایید سره به چاپ یی پیل کېږې.

د قرآنی قاموس انګلیسی ژبه ژباړه انتخابی ده

حجت الاسلام عیسی زاده د دې پوښتنې په ځواب کښې چې هره یوه ژباړه په کومو مراحلو کښې ده وویل: تر اوسه د اردو ژباړه ړومبی ټوک چاپ شوی، د عربی ژباړه به په ۱۶ ټوک کښې په چاپ کېږې چې تر اوسه ته درې ټوک چاپ شوی او د ژباړه او د چاپ کار یی روان دی.

هغوی زیاته کړه چې د انګلیسی ژباړه تر اوسه یو ټوک هم چاپ ته نه دی رسېدلی او وویل: دې ته په پام سره چې د انګلیسی ژباړه انتخابی ده او د قرآنی قاموس ۳۰ واړه توک به نه ژباړه کېږې نو ځکه به د انګلیسی ژباړی ټوکونو شمېر د ۱۰ ټوک نه زیات نه وې، او یواځې به هغه موضوعات ژباړه کېږې  کوم ته چې د اروپا خلک اړتیا لرې او تمه کېږې چې ړومبی توک به یی دې کال ژباړه او په چاپ ؤ رسې.

http://www.iqna.ir/fa/News/1435690

captcha