د قرانی د كارونو ډله: د دارالقران الكريم سازمان د برنامې جوړولو برخې مشر په دې ټينګار چې بهرنی هيوادو كې دې اوريدونكو وكتل شی چې هغوی ته د څه قسم قرانی تبليغاتو اړتيا ده، په دې ترڅ كې یې دا هم وويل: چې د قران پاك د عالی او لوی هدفونو ته رسيدلو لپاره د هيواد نه بهر قرانی تبليغاتو كارونه څیړنې ته اړتيا لری.
د خبرو اترو په ړومبۍ برخې كې د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د دارالقران الكريم سازمان د برنامې جوړولو برخې مشر ښاغلی «داود تكفلاح» د بهر لیږلو تبليغاتو لپاره د خصوصی تبليغې تربيت او مهارت وركولو ضرورت باندې ټينګار وكړ دوی د قران پاك د نړيواله تبليغاتو په هكله وويل: چې په نورو هيوادو كې د خپلو تبليغيانو په هكله پوښتنه وكړی چې ايا دوی هغه اولس خلقو ته ګټه رسولې شی يا نه؟
تك فلاح د دې پوښتنې په ځواب چې د هيواد نه بهر لیږوونكی قرانی تبليغاتی كارونه بايد د څه په هكله وی؟ وويل د دارالقران سازمان د اسلامی او فرهنګی ارتباطو مركز سره په ځينو ليكونو كې ځينې وړانديزونه مخكې كړی چې هيله من يو چې هغوی به زمونږ دې وړانديزو ته غوږ كیږدی چې دا كار به زمونږ لوړو هدفونه حاصلولو كې ډير مفيد ثابت شی.
د قران پاك قاريان او تبليغيان بايد ښه علم لرونكی وی او دې سره سره د ښه او نيك اخلاق لرونكی هم وی چې داسې كسان بيا په نورو خلقو ښه اثر غورځولې شی.
تك فلاح په اخر كې د سوره روم 30 ايت ته اشاره كولوسره: «فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِی فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَیِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُونَ. يادونه وكړه چې د ټولو انسانانو فطرت د حق خبرو قبولو ته امادګی لری. او كه څوك هم چې حقه لاره په ښه ډول ښايی نو هغه د انسانانو په هدايت كې مرسته كوی.
363437