IQNA

ارجنټين، هغه اسقف وباسه چې د هولوكاسټ منكر ؤ

11:53 - February 22, 2009
د خبر لمبر: 1747111
نړيواله ډله: د ارجنټين حكومت «ريچارد ويليامسون» انګريز اسقف، په دې دليل چې هغه د هولوكاسټ له پیښې انكار كړې و له دې هيواده وباسه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې له «الوطن» عربی ورځپاڼې یې نقلوی، د ارجنټين حكومت دا اعلان وكړ: د ريچارډ ليدتوګې چې د هولوكاست (د يهوديانو د عام قتل) انكار یې كاوۀ د دې هيواد او د يهوديانو د ټولنې مخالفې وې هغه ته يوازې لس ورځې نیټه ده چې له دې هيواده وځی.
د ارجنټين وزير همدارنګ وويل: ريچارډ په خپلو ليدتوګې له بيانولو وروسته د سویډن په رسانو كښې د هولو كاسټ په انكار مشهور شو.
د ارجنټين د دينی چارو له مشرانو چخه «گوئيلرمو اليويری» وويل كه څه هم هغه په دې حكم د نيوكې حق لری خو په هر حال كښې به بايد له هيواده وځی.
د ارجنټين د حكومت دې حكم ته د لاتينې امريكې لږو يهودو هركلې ويلی دی.
367128
captcha