IQNA

اردن د صهيونسټانو د فلسطينيانو د كورونو ورانولو اقدام محكوم كړ

11:47 - February 27, 2009
د خبر لمبر: 1748944
سياسی او ټولنيزه ډله: د اردن د حكومت د ارتباطاتو وزير او د حكومت ترجمان ښاغلی «نبيل الشريف» د اسرائيلی رژيم د پوځيانو دا اقدام سخت محكوم كړ چې 88 فلسطينی خاندانونو ته یې ويلی دی چې خپل كورونه دې وران كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اردن څخه يو راپور كې وايی چې الشريف د دې محكوميت اعلان سره وويل چې اردن هغه خطرناك اقدامات چې پكښې له نړيوالو قوانينو مخكې تلل او د ملګرو ملتونو د قراردادونو تر پښو لاندې كول وی، بيا په خصوصی توګه د ملګرو ملتونو د 252 او 267 نمبر قراردادونه، په سختی سره ردوو
د اردن د حكومت ترجمان زياته كړه: د دې دوو قراردادونو پر اساس د صهيونسټ رژيم په بيت المقدس كې ټول كارونه ناروغه او غلط دی.
الشريف ادامه وركړه چې د اسرائيلو دا اقدام په جينيوا كې د منل شوی عهد نامې 49 مادې خلاف ورزی ده چې هغه د غير عسكری كسانو د حفاظت په هكله دی او د اسرائيلو هر هغه اقدام مخ نيوه كوی چې هغه اقدام د دې ځای د اوسيدونكو د بهر كولو باعث جوړیږی.
هغه په پاې كې ټينګار وكړ چې د اسرائيل دغه اقدامات په دغه سيمې كې د نا ارامۍ او د حالاتو د بګاړتيا سبب جوړیږی او د سولې په مسلې خنډیږی.
369027
captcha