د يران د خوشنويسانو د انجمن غړی، د خوشنويسۍ خادم او د ارسباران د خوشنويسۍ د كلاسونو سرپرست حسن عزتی د ايران له قرانی خبری اژانس ايكنا سره په مركه كښې وويل: څو كاله وشول چې يو قران مې د طاهر خوشنويس په خط او د نستعليق په شكسته سبك سره په اسلامی نړۍ كښې د اول ځل لپاره وليكلو چې دا كار يو نوښت ګڼل كیږی.
هغۀ وويل د قرانی فعاليتونو د تنظيم له عامل مدير سره په يوه كتنه كښې وټاكلې شوه چې د عثمان طاها په حط سره به يو قران مجيد له هيواد نه په يو وراخوا د كار ډګر كښې وليكم نو له دغه كار سره اړونديو لړ تحقيقاتی كارونه ترسره كړل او ليكل یې شروع شول او هم دا اوس چاپ ته اماده دی
دغه هنر مند د خپل نوښتی خط د خصوصيت په باره كښې څرګنده كړه: زما وړومبنی د ليكنې كار په دريو كلونو كښې ترسره شو چې تر اوسه مې درې قران مجيدونه ليكلی دی. زما د خطی سبك اصلی فرق له مختلفو رنګونو نه استفاده ده چې په دغو كتابونو كښې له دريو رنګونو يعنې تور، سور او شين نه استفاده شوې ده او همدا رنګ كښې كرښې په افقی شكل كښې ليكلې شوې دی.
هغۀ په اخر كښې د خپلو راتلونكو فعاليتونو په حقله وويل په اوس حال كښې د ورك شويو ادبياتو تر عنوان لاندې د شفا وركوونكو نسخو په خطاطۍ او ليكلو كښې مشعول يم.
374680