IQNA

د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د ۱۵ میلیونه کسانو د ګډون اټکل کیږي

9:04 - June 25, 2026
د خبر لمبر: 3492954
ایکنا- د ایران د خراسان رضوي ولایت د مشهد المقدس ولسوال سید حسن حسینی، د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د مراسمو لپاره د ښار د چمتووالي او په دغو مراسمو کې د ۱۵ میلیونه کسانو د ګډون د اټکل په یادولو سره وویل: «ولسوالي د مراسمو بشپړ ملاتړې ده او د ۱.۵ میلیونه کسانو لپاره مو د استوګنې ځایونه چمتو کړي دي، او د دې شمېر د زیاتولو لپاره هم چمتووالی لرو.

د ایکنا د راپور له مخې، د خراسان رضوي ولایت  د مشهد ولسوال سید حسن حسینی  د مشهد ولسوالۍ د اداري شورا په وروستئ غونډې کې د ایران د ملت او د وسله‌والو ځواکونو د مبارزانو بې‌ساري مېړانې ته په اشارې سره وویل؛ په یوه اروپایي هېواد کې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډونوال د ایران د ملت له ستر کار څخه ډېر خوښ وو. اوس امریکا هم له ماتې وروسته اړ شوې چې د خبرو اترو غوښتنه وکړي.

حسینی زیاته کړې؛د اسلامی انقلاب معظم رهبر په ډېر هوښیارانه ډول چارې مخته یووړې او د مذاکراتو اجازت ئې صادره کړ.

د مشهد ولسوال وویل: «مونږ د شهید رهبر د جنازې د سترې او تاریخي پېښې په درشل کې یو. د ایران د ډېرو مهمو تاریخي، سیاسي او فرهنګي پېښو سرچینه د مشهد ښار پاتې شوی دی. دا پېښه هم د مشهد په تاریخ کې یو مهم بدلون  دی او ټول باید مرسته وکړو چې مراسم په تر ټولو غوره بڼه ترسره شي.»

هغه زیاته کړه: «له نېکه مرغه مشهد ډېر ظرفیتونه لري او باید د دغو مراسمو د زائرینو او مېلمنو ښه کوربه‌توب وکړو. دا مېلمانه د مشهد ښار لپاره ډېر برکتونه لري او همدا اوس د ښار د هوټلونو ۸۰ سلنه ظرفیت ډک شوی دی.

حسینی دوام ورکړ: «د شهید رهبر د جنازې شتون د مشهد لپاره یوه ډېره تاریخي پېښه ده. مونږ به د جنازې لاره په مناسب ډول سمبال کړو او زمونږ اټکل دا دی چې ۱۵ میلیونه کسان به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي. ټول باید د سپاه ولي امر او سپاه امام رضا(ع) سره مرسته وکړو څو مراسم په ښه ډول ترسره شي. ولسوالي د مراسمو ملاتړې ده او د خلکو د مېلمه پالنې لپاره مو ډېر امکانات او توکي چمتو کړي دي.»

نوموړي وویل: «د زایارتوالو د هستوګنې لپاره مو د ۱.۵ میلیونه کسانو لپاره د اوسېدو ځایونه برابر کړي او د دې شمېر د زیاتولو لپاره هم چمتووالی لرو. اټکل کېږي چې د جنازې مراسمو زائرین او مېلمانه به تر یوې اوونۍ پورې په ښار کې پاتې شي. تر اوسه مو په مشهد کې د دومره لوی شمېر خلکو شتون نه دی تجربه کړی، نو باید له هر ډول غافلګیرۍ څخه ځان وساتو.

https://iqna.ir/fa/news/4359860

captcha