د ایکنانیوز د راپور له مخې، دغه طرحه د الازهر د شیخ، احمد الطیب، د لارښوونو په چوکاټ کې پلي کېږي، چې موخه ئې د قرآن د حفظ مرکزونو ملاتړ او د الهي کتاب د خدمت په برخې کې د هغوی رول پیاوړی کول دي. همدارنګه دا طرحه د اوړي د قرآني فعالیتونو لپاره چمتووالی هم برابروي، هغه فعالیتونه چې د مصر په بېلابېلو ولایتونو کې د قرآن د حفظ حلقو او مکتبخانو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.
دغه پروګرام د ازهري مؤسسو د مشر احمد الشرقاوي په مشرۍ او د الازهر د مرستیال شیخ ایمن عبدالغني تر څارنې لاندې د جون په ۲۰ د مصر په اقصر ولایت کې پیل شو.
دغې طرحې په قنا ولایت کې دوام کړي، او دوشنبې ورځې هم به سوهاج، اسیوط او منیا ولایتونو ته وغځېدي او وروسته به د مصر په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.
دا طرحه په ځانګړي ډول د هغو قرآن حفظ مرکزونو لپاره ده چې د الازهر تر څارنې لاندې فعالیت کوي، څو د قرآنزدهکوونکو او د حفظ د حلقو اړتیاوې پوره کړي.
د طرحې له اجرایي مسئولینو څخه ابوالیزید سلامه وویل:د قرآنونو وېش د هر ولایت د حقیقي اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ ترسره کېږي او په دې توګه د حفظ مرکزونو اړتیاوې پوره کېږي.»
د الازهر مرستیال شیخ ایمن عبدالغني هم وویل:دا طرحه د قرآن کریم او قرآني فعالانو د ملاتړ لپاره د الازهر د ستراتیژۍ یوه برخه ده او د لا باخبره او باثباته ټولنې په جوړولو کې مرسته کوي.»
د ازهري مؤسسو مشر احمد الشرقاوي ټینګار وکړ چې د دوي اداره د اوړي قرآني فعالیتونو ته ځانګړې پاملرنه کوي، ځکه دغه فعالیتونه ځوانانو ته یو مهم فرصت برابروي چې خپل د ساعت تیري وخت د قرآن په حفظ، د قرآني احکامو او آدابو په زده کړې او د هغو اخلاقي او ملي ارزښتونو په پیاوړتیا کې ولګوي چې د الهي وحی له لارښوونو څخه سرچینه اخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4359562