د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیتالله العظمی امام خامنهاي (رضوان الله علیه)، سپېڅلي جنازې ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ (تیر) د ۱۲ ، د جمعې په مبارکه ورځ، د تهران په امام خمیني مصلی کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د روسیې، هندوستان ،پاکستان، چین، ترکیې، عراق، بوسنیا او هرزیګوینا، هنګري او بنګلهدېش د بېلابېلو دینونو مشرانو، د عراق د کتائب حزبالله یو شمېر مجاهدینو د یمن مبارزانو او نورو ګډونوالو د اسلامي امت د شهید قائد د سپېڅلي جنازې درناوی وکړ.
په دغو دستورو کې د اتو هیوادونو ولسمشرانو او صدر اعظمانو او د پارلیمانونو دولس مشرانو هم ګډون درلود.
همدارنګه د انډونیشیا او افغانستان دیني عالمانو او پوهانو، د لبنان د امل غورځنګ یوه پلاوي، د سورئې، لبنان، عراق، مراکش او ترکیې د مقاومت جبهې استازو، د افغانستان د فاطمیون لیوا پلاوي هم په امام خمیني مصلی کې په شتون سره د شهید رهبر او ورسره د کورنئ د جنازو درناوی وکړ.
له هسپانیې، اکوادور او بولیویا څخه فرهنګي فعالان، او همدارنګه د بلغاریا د پارلیمان او د جمهوري ګوند استازي هم په دغو مراسمو کې حاضر شول او د شهید رهبر یاد ئې ونازاوه.

همدارنګه د شهید سید حسن نصرالله کورنۍ، د لبنان د مقاومت یو شمېر قوماندانان، د بنګلهدېش د اسلامي ټولنې پلاوی، د عراق د کردستان سیمې مشران، قومي مخور، کرُدي ګوندونه او د عراق د پارلیمان غړي، د لبنان د ملي او سیاسي ګوندونو استازي، د لبنان، عراق او افغانستان او پاکستان د رسنیو استازي، د فلسطین د شعبيه پلاوی، د هندو مشرانو یوه ډله، د تایلنډ او جرمني شیعه استازي، د روسیې د دیني عالمانو پلاوی، د ترکیې د ګوندونو پلاوی او د ګرجستان د مسلمانانو د عالي شورا پلاوی هم له هغو ډلو وو چې په امام خمیني مصلی کې ئې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر سپېڅلي پیکر درناوی وکړ.
د ډېرو ولسونو لپاره دا یوازې د جنازې یا په مخه ښه وئیلو مراسم نه دي؛ بلکې داسې یو شخصیّت بدرګه کېږي چې کلونه ئې هغه یوازې د یوه رهبر په توګه نه، بلکې د خپل تکیه ګاه، د پلار او د سختو شپو ورځو د ډاډ ورکوونکي غږ په توګه پېژاند . داسې کس چې نور به ئې ژوندی غږ د ټیلويژن له پردې نه آورېدل کېږي، نور به ئې د کړکېچ او اندېښنو په شپو ورځو کې د خلکو کورونو ته د ارامښت د راوستو وسیله، یوازې د هغه ریکارډ شوي ویناوې وي،البته د هغه بزرګوار جانشین آیت الله العظمی سید مجتبی حسینی خامنه اي د هغه په پله دپل په کیښودو سره د ولسونو د کراري او ارامښت ضمانت دی.

د ډېرو لپاره د شهید رهبر د جنازې په دستورو کې دغه ګډون یوازې یو انتخاب نه، بلکې یو عاطفي او تاریخي مسؤولیت ګڼل کېږي.
تهران او دغه راز قم او مشهد سپيڅلي ښارونه د سترې مېلمستیا لپاره هم چمتو شوی.د هغو خلکو تر څنګ چې د هېواد او نړئ له ګوټ ګوټ څخه دغو ښارونو ته روان شوي، په تیره بیا پلازمېنې تهران په دغو شپو ورځو کې بله ولولناکه او حماسه پنځونکي بڼه خپله کړې ده. تهران یوازې د خپل تاریخ د تر ټولو سترې بدرګې لپاره نه چمتو کېږي، بلکې په ورته وخت کې د خپلې تر ټولو سترې مېلمستیا لپاره هم تیار شوی دی .
کېدای شي هغه څه چې په دغو شپو ورځو کې د خلکو ترمنځ تر هر څه ډېر لیدل کېږي، یوازې غم نه، بلکې یو ژوَر کورنی او عاطفي خفګان وي؛ د داسې چا د نشتوالي درد، چې ډېرو خلکو هېڅکله له نږدې نه و لیدلی، خو احساس ئې کاوه چې په خپلو تر ټولو سختو شپو ورځو کې ئې شتون په خپل ژوند کې حس کړی دی

په شنبې او یک شنبې ورځو له خپل شهد رهبر سره د ولس د بدرګې دستورې ترسره کیږي، بیا به د دوشنبې په ورځ د شهید رهبرجنازه په تهران کې ترسره شي، او وروسته به د دعراق د ولس او سپيڅلو حیرمینو سره د الوداع لپاره د عراق نجف اشرف ،کربلا اوکاظمین ته یوړل شي د سه شنبې په ورځ به د عراق له ولس او مظلومو امامینو سره خداي په آماني وکړي او په چارشنبې او پنجشنبې ورځو کې به په مشهد المقدس ښار کې د خلکو د ولولناکې بدرګې په اوج کې د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په شاوخوا کې خاورو ته وسپارل شي.

