IQNA

اسلامی ایران له ګاونډیانو سره ښې اړیکې په خپل لومړیتوب کې لري

13:12 - July 04, 2026
د خبر لمبر: 3492993
پزشکیان او ملا برادر اخوند
ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند  او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په  خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.

ایکنانیوز د صدای افغان خبری آژانس  له قوله راپور راکړ ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر پزشکیان له کابل سره د اړیکو پر پراختیا په ټینګار سره ووئیل؛ د ایران پر ضد د په جنګ کې  د افغانستان  دریځ  د قدرونې وړ دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند  او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په  خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.

د ایران ولسمشر همدارنګه د هر ډول همکارۍ په اړه چې له یرغلګرو سره ترسره شي خبرداری ورکړ او ټینګار ئې وکړ چې تهران به د خپلو ټولو حقوقي او ډیپلوماټیکو ظرفیتونو په کارولو سره، د دغو بریدونو عاملان او ملاتړي په نړیوالو بنسټونو کې ځواب ویلو ته اړ کړي.

ډاکټر پزشکیان د سیمې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا په اړه د ایران پر اصولي دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل:ایران تل له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې غوښتي دي او لا هم هوډ لري چې له خپلو ګاونډیانو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

د ایران ولسمشر د دوستو او همغږو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا د خپل حکومت د بهرني سیاست یو اساسي رکن وباله او  وې وئيل  چې تهران چمتو دی له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې، فرهنګي، علمي، ټیکنالوژۍ او د ولسونو ترمنځ د اړیکو په برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

په دغې لیدنې کې مولوي عبدالغني برادر اخند هم د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د شهادت په مناسبت د افغانستان د  حکومت د لوړپوړو چارواکو د خواخوږۍ او تسلیت پیغام وړاندې کړ.

د افغانستان د  ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د اسلامي جمهوریت ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر بشپړ درناوي ټینګار وکړ او د بېلابېلو برخو په کچه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه. نوموړي دا ملګرتیاوې د دواړو ګاونډیو ملتونو د متقابلو ګټو د تأمین لپاره مهمې وبللې.

https://www.avapress.com/fa/news/359544

captcha