IQNA

واټیکان د جګړو او بندیزونو په اړه د اروپائي ټولنې پر دوه‌ګوني چلند نیوکه وکړه

6:51 - June 29, 2026
د خبر لمبر: 3492970
واټیکان او دینونه
ایکنا– د کاتولیکې کلیسا د عقیدتي چارو د عالي ادارې مشر، د نړیوالو شخړو په اړه د اروپائي ټولنې پر دریځ نیوکه کړې او دغه ټولنه ئې د نړیوالو قوانینو په انتخابي پلي کولو تورنه کړې ده. هغه وویل، پر ځینو هېوادونو بندیزونه لګېږي، خو ځینو نورو ته، سره له دې چې بشري حقوق او ډیموکراسي تر پښو لاندې کوي، مالي او پوځي مرستې ورکول کېږي.

ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، د واتیکان یوه چارواکي ویکتور مانویل فرناندز د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه له  پادریانو یا کارډینالانو سره د پاپ لېو څوارلسم د  ناڅرګندې غونډې په پیل کې، چې د جګړو او د اوسمهاله شخړو پر وړاندې د کاتولیکې کلیسا د رول په اړه جوړه شوې وه، د هغه څه په اړه نیوکه وکړه چې هغه  د نړیوالو قوانینو په پلي کولو کې «دوه‌ګوڼي معیارونه» وبلل.

فرناندز وویل: «حکومتونه تر پخوا ډېر اخلاقي او حقوقي اصول د سیاسي مصلحتونو پر بنسټ تفسیر کوي.

هغه زیاته کړه:که یو هېواد د دښمن په توګه وګڼل شي، نو غیرډیموکراتیک معرفي کېږي او په بېلابېلو لارو پرې بندیزونه لګېږي؛ خو که متحد وي، نو د بیان د آزادۍ نشتوالی، د بشري حقونو  خلاف ورزي او د ډیموکراسۍ نشتون پکې له پامه غورځول کېږي.»

دغه لوړپوړي واتیکاني چارواکي د اروپایي ټولنې په اړه وویل چې دغې ټولنې پر ځینو هېوادونو بندیزونه لګولي، خو په ورته وخت کې ځینو نورو ته مالي او پوځي مرستې هم ورکوي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه  ګډوډ دریځونه  ښئي، په عمل کې د هېوادونو دریځونه د ثابتو او نړیوالو ارزښتونو پر ځای، تر ډېره د نړۍ د بېلابېلو سیمو د سیاسي او اقتصادي ګټو تابع وي.

https://iqna.ir/fa/news/4360914

captcha