IQNA

 امام خامنه یوازې د اسلامی امت نه،بلکې د ټولو  مستضعفینو لارښود ؤ

13:45 - July 02, 2026
د خبر لمبر: 3492987
علامه   محمد اصغر رجایی
ایکنا-  د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د  اسلامی انقلاب د  خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني  دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره  روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او  درست ملتونه ئې یووالي او  یو زړتوب ته بلل.

 ایکنانیوز راپور راکړی، د پاکستان یوه دیني عالم او د سیاسی او مذهبی چارو کارپوه  او ټولنیز فعال حجةالاسلام علامه محمد اصغر رجائي  ایکنانیوز سره په خصوصي مرکې کې د د حضرت آیت الله  العظمی سیدعلی خامنه اي د شهادت  او د هغه د جنازې د دستورو په مناسبت په تسلیّت وئيلو سره  روښانه کړې ده ، د امام خامنه اي شخصیّت یوازې د  ایران پورې یا د اسلامی امت پورې محدود نه ؤ ،بلکې  هغه د درستو مستصعفو  او بې څوکه ملتونونو او مظلومانو د ملاتړ جارچي ؤ او تل ئې د درستو ملتونو او الهي د ینونو پر یووالي او اتحاد ټينګار درلود.

ښاغلي رجائي  ددې پوښتنې په ځواب کې د حضرت امام خامنه اي د شخصیّت اوړ ځانګړنو په باب ستاسو نظر څه دی، نو هغه هم په ځواب کې داسې ووئیل.......

 

د پاکستان دغه تکړه دیني عالم  دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې روښانه کړه ، د اسلامی انقلاب شهید لارښود حضرت امام خامنه اي  د ټولو انسانانو په تیره بیا د درست اسلامی امت د مشکلاتو او ستونزو  دحل او  کمولو په باب هڅې کولې او تل ئې ټینګار درلود چې باید د نورو  د هوساینې او  د مشکلاتو د حل لپاره کار و شي او  یوه داسې ټولنه رامنیځةشي ، چې د ظالمانو او استبداد او مستکبرانو  د کړنو او  دغه راز د  مظلومانو د چغو د درستې نړئ  واکوالانو ته د رسولو او  د مظلومانو د حق  د اخستو  لپاره کومه  ستونزه پاتې نشي. علامه محمد اصغر  رجائي په  ځپلو څرګندونو کې  داسې ووئيل....

 
captcha