ایکنانیوز د پارس ټوډې د فارسی ژبې څانګې راپور له مخې، مفتي البیر کرګانوف له ایرنا خبري اژانس سره په مرکې کې وویل په تېرو لسیزو کې په لوېدیځ کې ځینو کسانو، په ځانګړې توګه د اسلام په ضد لوېدیځي څېړونکو، ډېرې هڅې وکړې چې د اهل سنت او شیعیانو ترمنځ ژور واټن رامنځته کړي او دا اختلاف د داسې دیوال په توګه وبریښوي چې تېرېدل ترې ناشوني وي، حال دا چې په حقیقت کې داسې څه نشته.
هغه زیاته کړې ده ،د ایران د شهید رهبر او نورو سترو دیني عالمانو ، فعالیتونه دقیقاً د هغو دروغجنو هڅو د ایشوا کولو لپاره وو چې غوښتل ئې د شیعه او سني ترمینځ تفرقه واچوي.
د روسیې دغه سني دیني عالم دې ته په اشارې سره چې مخکې ئې د ایران د شهید رهبر د یوې وینا په مراسمو کې، چې د بېلابېلو پرګنو خلکو ته ئې کړې وه، ګډون کړی و، وویل:بې له شکه، هغه د اوسمهاله نړۍ له درنو او د احترام وړ مشرانو څخه و؛ یو داسې متفکر چې د نړۍ د وضعیت په اړه ئې د وجدان او دیني پوهې له لیدلوري خبرې کولې.
هغه د دې خبرې په بیانولو سره چې د ایران د شهید رهبر مذهبي کورنۍ او ساده ژوند د ټولو لپاره پېژندل شوی حقیقت دی، وویل:هغه په زړورتیا له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د شهادت مقام ته ورسېد. هغه ځان پټ نه کړ، د ځمکې لاندې پناهځایونو ته نه لاړ ، بلکې په خپل کاري دفتر کې و.
مفتي کرګانوف په پای کې وویل:د ایران شهید رهبر په داسې حال کې له دې نړۍ ولاړ چې ماتې ئې نه وه منلې. هغه د یوه قدرتمند رهبر په توګه شهید شو؛ داسې رهبر چې مسلمانانو، په ځانګړې توګه د ایران په اسلامي جمهوریت کې، پرې بشپړ باور درلود.
https://parstoday.ir/fa/world-i40554