IQNA

د آیت الله جوادآملی په امامت!

د شهید رهبر او د هغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې لمونځ په جمکران جومات کې

14:12 - July 07, 2026
د خبر لمبر: 3492998
شهید رهبر او د قم مینه وال
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خمیني او دهغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې لمونځ نن سهار په جمکران جومات کې د آیت الله العظمی جوادي آملي په امامت او  میلیونونو ویرجنو مینه والو په شتون سره  ادا شو.

ایکناننیوز  له قم څخه راپور راکوي، د اسلامی  انقلاب د شهید رهبر حضرت آیت اللعظمی سید علی  خامنه اي او د هغه دکورنئ د شهیدو غړو په جنازو  باندې  د میلیونونو  مینه والو ا دینی عالمانو په شتون سره نن سهار په جمکران کې  لمونځ ادا شو او دهغو پاکې جنازې د بيامبر اعظم  سترسړک له لارې تر حضرت بی بی معصومه حرم پورې د میلیوني خلکو په بدرګې کې یوړل شوې  او ورسره الوداع وشوه .  

د  شهید رهبر  دجنازې  او الوداع دستورې د جنګاښ د میاشې  له ۱۳ نیټې  په تهران کې پیل شوي  او نن په قم المقدس کې  دچنګاښ په شپاړسمې نیټې  د آيت الله جوادي آملي  پّ امامت سره  جنازې د لمونځ له ادا کیدا وروسته د حضرت بی بی معصومه  د پاک حرم په لور  ترسره شوې  او میلیونونو   مینه والو  ورسره  الوداع وکړه او د سرو بیرغونو په اوچتولو سره ئې  د هغه بزرګوار د پاکې وینې د غچ ا خستو ژمنه وکړه  او پر امریکائي صهیونیسټي دښمن ئې غږ وکړ چې شهید رهبر هماغه راز د دوي لارښونې کوي او  د ایران ناکامولو  سپير خوب به ګور ته په  امیدونو سره یوسي  او  د شهید رهبر او نورو شهیدانو پاکه وینه به دوي ډير زر  نابود کړي ان شاالله .

ټاکل شوې ده ، د شهید رهبر امام خامنه اي  او د هغه د کورنئ د شهیدانو د غړو پاکې جنازې  نن شپه نجف اشرف ته وړل کیږي او هلته به  له سهار وختي په نجف اشرف کې ورسه د  الوداع دستورې پیل شي او تر مازدیګر پورې به په کربلا کې دغه دستورې دوام ولري او بل سبا به یعني په پنجشنبې ورځې به په مشهد کې له بدرګه کولو وروسته ددوي پاکې جنازې د حضرت امام رضا د سپيڅلي حرم په شاوخوا کې خاورو ته وسپارل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4362677

captcha