IQNA

په نړیوالو رسنیو کې د د شهید رهبر د الوداعي دستورو پراخ انعکاس(مقاله)

16:53 - July 04, 2026
د خبر لمبر: 3492994
له شهید رهبر سره خداِي په آماني
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.

ایکنانیوز راپور راکوي،له ختیځې او جنوبي اسیا څخه تر مرکزي اسیا پورې او دغه راز په نورې نړئ کې، خبري اژانسونو،خپرونو،سوشل میډیا او ټیلويژني چینلونو ،په تهران کې په  امام خمینی مصلی یا عیدګاه کې  دغو مراسموته  چې هماغه راز  دوام لري،  پراخ  پوښښ  ورکړی او په ځانګړې توګه ئې د خلکو پر پراخ ګډون،د بهرنیو لوړپوړو پلاوو پر  شتون  او د دغې پېښې پر سیاسي او سیمه‌ییزو او نړیوالو  اغېزو تمرکز کړی دی.

بازتاب مراسم وداع با رهبر شهید در رسانه‌های بین‌الملل

د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې او درناوي له مراسمو سره هممهاله، ګڼو معتبرو آسیائي او نړیوالو رسنیو  دغې پېښې ته پراخ پوښښ ورکړ او د آسیايي، افریقائي  هېوادونو او حتی د روسیې  او ځينو  دوستو  اروپائي هیوادونو  د رسمي پلاوو پر ګډون، د لوړپوړو چارواکو د خواخوږۍ پر پیغامونو او د دغو مراسمو پر سیاسي او جیوپولیټیکي اړخونو  ځانګړې پاملرنه  کړې.

  China in English  خپرونې  په اېکس (X) ټولنیز  چینل کې  د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر انځور خپور کړ او ورسره ئې  لیکلي:«His only crime was standing with Gaza»  د هغه یوازینی جرم دا و چې د غزې تر څنګ ودرېد.

د اسیا رسنیو،  ټایمز اف انډیا (Times of India) او اکونومیک ټایمز (Economic Times) پشمول زیاتره آسیائي  او نورو نړیوالو رسندویو او ټيلیويژني چینلونو، د مراسمو د بهیر پرپوښښ  سربېره، د چین، هند،روسیې ، پاکستان او نورو اسیايي هېوادونو د بهرنیو پلاوو پر ګډون تمرکز وکړ او دا ئې یوه داسې پېښه وبلله چې اغېزې ئې د ایران له کورنیو مراسمو څخه ډېرې پراخې دي.

د پاکستان مخکښو رسنیو، لکه Dawn، Geo News او PTV News، دنیا نیوز ، جنګ ، ایکسپریس ټریبیون  او داسې نورو خبری چینلونو هم د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي  د جنازې مراسم په پراخه کچه منعکس کړل. دغو رسنیو، تهران ته د پاکستان د لومړي وزیر  شهباز شریف او  د درستو قواؤ عمومی مشر قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر د سفر  د پوښښ  ترڅنګ، د ایران له چارواکو سره د هغوی لیدنې، د تسلیت پیغامونه او د دې سفر سیاسي او سیمه‌ییز اړخونه هم وڅېړل.د پاکستان د رسنیو د پوښښ یوه مهمه برخه د تهران او اسلام‌آباد پر ستراتیژیکو اړیکو او د پاکستان د لوړپوړي پلاوي د ګډون پر ډیپلوماټیکو پیغامونو متمرکزه وه.

د هند مخکښو رسنیو، لکه India Today او Hindustan Times، او د دغه هېواد یو شمېر نورو رسنیو او ټيلیویژنی چینلونو هم د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې مراسم په پراخه کچه په ژوندئ بڼه منعکس کړل. دغو رسنیو د تهران د وروستۍ وداع د  مراسمو  پرله‌پسې راپورونه خپاره کړل او د خلکو د میلیوني ګډون، د بهرنیو لوړپوړو پلاوو د شتون ، د مراسمو د مهالویش او د بېلابېلو چارواکو د تسلیت پیغامونو ته ئې ځانګړې پاملرنه وکړه.

هندوستان ټایمز په خپل یوه راپور کې، چې سرلیک یې «د آیت‌الله خامنه‌اي د جنازې د مراسمو په اړه لس مهم ټکي» و، د دغو مراسمو بېلابېل اړخونه، د ویرجنو عزادارانو پراخ ګډون او د بهرنیو پلاوو شتون  تشریح کړ .

د افغانستان  ملی ټیلیویژن، باختر خبری آژانس  او طلوع نیوز ټيلیویژنی چینل  هم د دغو مراسمو له پیل سره هممهاله، په تهران، قم او مشهد کې د جنازې د مراسمو د چمتووالي او بېلابېلو پړاوونو په اړه راپورونه خپره  کړل. دغو رسنیو  همدارنګه د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوي ګډون او د دغو مراسمو سیمه‌ییز اهمیت ته هم اشاره وکړه.

بازتاب مراسم وداع با رهبر شهید در رسانه‌های بین‌الملل

رویټرز خبري اژانس، یورو نیوز ، فکس نیوز ،رشیا ټوډې،آر ټي پشمول په لسګونو نورو نړیوالو رسندویو هم په خپلو راپورونو کې، د چین، پاکستان او نورو آسیائي هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د ګډون یادونه وکړه او دغه مراسم ئې د ایران له لورې په حساسو سیمه‌ییزو او نړیوالو  شرایطو کې د خپلو بهرنیو اړیکو د دوام او د سیاسي یووالي د څرګندولو یوه نښه وبلله.

همدارنګه،   د  الجزیره پشمول ځينو نورو مشهورو رسنیو هم  د رسمي معلوماتو په استناد، راپور ورکړی چې د څه باندې د  ۱۰۰ هېوادونو استازو په  دغو مراسمو کې  ګډون کړی دی. دغو راپورونو تر ټولو زیات د بهرنیو پلاوو پر جوړښت او د دغو مراسمو پر ډیپلوماټیک اهمیت تمرکز درلود.

په هرحال ،د آسیائي  او نړیوالو رسنیو د انعکاس ارزونه ښئي چې ددغو مراسمو خبري پوښښ پر درو اصلي محورونو ولاړ و:

بازتاب مراسم وداع با رهبر شهید در رسانه‌های بین‌الملل

په مراسمو کې د هېوادونو د لوړپوړو رسمي پلاوو ګډون؛ د ایران او د سیمې او آسیائي هېوادونو ترمینځ د اړیکو لپاره د دغه شتون  سیاسي او ډیپلوماټیک پیغامونه؛ او پر سیمه‌ییزو جیوپولیټیکي بدلونونو او د قدرت  پر انډول د دې پېښې د احتمالي اغېزو ارزونه.

په دغې مودې کې د آسیايي او نورو نړیوالو  رسنیو ډېری راپورونوخبري بڼه لرله، او هغه شننې چې خپرې شوي، تر ډېره د دغو مراسمو پر سیاسي او ډیپلوماټیکو پایلو متمرکزې وې. 

 

captcha