IQNA

د ایران د اهل سنتو دینی عالم: د اسلامی انقلاب شهید رهبر د اسلامي امت د یووالي چورلیز ؤ

6:51 - July 06, 2026
د خبر لمبر: 3492996
د اهل سنت دینی عالم او شهید رهبر
ایکنا – د ایران د کرمانشاه ولایت د پاوه ولسوالۍ د اهل سنتو د جمعې امام وویل چې د اسلامي انقلاب شهید رهبر د اسلامي نړۍ له اغېزشیندونکو  شخصیتونو، د قرآن کریم حافظ او مفسر و، او د هغه قرآني او یووالي رامنځته کوونکو افکارو د مقاومت، د اسلامي امت د یووالي او د اسلامي ایران د عزت په پیاوړتیا کې تلپاتې رول درلود.

ایکنانیوز د پارس ټوډې فارسی څانګې له قوله  راپورراپور راکړ، ماموستا ملا قادر قادري د پرون  له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې د شهید رهبر د یاد د درناوي ترڅنګ وویل:هغه یو قرآني شخصیت، د قرآن کریم حافظ او مفسر و، او اسلامي افکارو  ئې د ایران له پولو هاخوا د مسلمانو ملتونو ترمینځ پراخ انعکاس درلود.

د پاوه د اهل سنتو د جمعې امام، په پاکستان کې د جماعت اسلامي  مذهبی ګوند په سترې غونډې کې د شهید رهبر امام خامنه اي  وینا ته په اشارې وویل:هغې وینا د ختیځې آسیا مسلمانانو ته د یووالي، اسلامي بیدارۍ او د قرآن کریم لارښوونو ته د بېرته ستنېدو پیغام ورساوه او د اسلامي افکارو په خپرېدو کې ئې اغېزشیندونکی رول ولوباوه.

دغه نوموړي سني عالم، د شهید رهبر د جنازې مراسمو ته په اشارې، هیله څرګنده کړه چې دا مراسم، چې د یوې اوونۍ لپاره ترسره کېږي، د ملي یووالي، د ایران د اسلامي جمهوریت د عزت او سرلوړۍ ښکاره بېلګه شي او د خلکو پيوستون  نوره هم لاپیاوړې کړي.

ماموستا قادري زیاته کړه:زما په باور، د حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌اي په شهادت سره، موږ د سیاست، بلاغت، قدرتمنتیا ، اخلاص، د یووالي غوښتنې، د ایران له ملت او په ځانګړي ډول له اهل سنتو سره د ښه تعامل په ډګرونو کې یوه ستره سرمایه له لاسه ورکړه.

هغه وویل:دښمنانو غوښتل ایران کمزوری کړي او د دغه هېواد برخلیک بدل کړي.خو دا خوب به ئې هیڅکله هم پوره نشي.

هغه زیاته کړه:امریکا فکر کاوه چې په لنډ وخت کې به ایران د سیمې د ځینو نورو هېوادونو له برخلیک سره مخ کړي، خو د ملت هوښیارتیا، د رهبرۍ لارښوونو او د خداي  تعالی د ځانګړو لورینو له امله دا دسیسه ناکامه شوه.»

د پاوه  د اهل سنتو د جمعې امام د مسلمانانو ترمینځ یووالی یوه سټراټېژیکه اړتیا وبلله او وې ویل:یووالی باید دوه اړخیز  وي، او د اسلامي امت ټول مذهبونه باید د همغږۍ، امنیت او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره خپل رول ترسره کړي.

هغه په پای کې وویل:د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت، یووالي او ثبات اصلي لامل د رهبرۍ شتون دی. که د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لارښوونې او تدبیرونه نه وای، د ایران وضعیت به د سیمې د ځینو هېوادونو په څېر شوی وای.

https://parstoday.ir/fa/iran-i40640

captcha