د ایکنا خبري اژانس د حضرت آیتالله العظمی خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د اطلاعرسونې د مرکز له قوله راپور راکړی چې د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) د ویر او عزادارۍ د مراسمو شپږمه او وروستۍ شپه د شهید لارښود حضرت آیتالله العظمی سید علي حسيني خامنهای د شهادت ځای ته څېرمه، د حضرت امام زین العابدین (ع) د شهادت په شپه، د زرګونو حسيني مینهوالو او د اهلبیتو (ع) د لارویانو په ګډون ترسره شوه.
دغه مراسم د اسلامي انقلاب د لارښود حضرت آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهای له لورې جوړ شوي وو. په دې مراسمو کې حجتالاسلام والمسلمین ابراهیمیان په خپلو ویناوو کې وویل چې د عزادارۍ د مجلسونو اساسي او اړینه پایله باید د انسان د عقل وده او د زړونو نرموالی وي.
په دغو مراسمو کې همدارنګه منصور ارضي، محمدرضا طاهري او حسین طاهري د کربلا د شهیدانو د مصیبتونو بیان او نوحهویل ترسره کړل.
https://iqna.ir/fa/news/4360522