د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د رپوټ له مخې د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص)د ميلاد جشن مراسم د تهران صوبې او د امامزادګانو او نورو مباركو مزارونو كښې د كب له ٢٠ نیټې څخه شروع شوی دی چې په دې موقع به مختلف خصوصی پروګرامونه جوړیږی.
د قران، سنت او نبوی سيرت له نظره وحدت، وحدت او وحدت ته د رسيدو طريقې او ضرورتونه، او د اسلامی فرقو ترمينځ د اسلامی وحدت په رامنځته كولو او د هغۀ په ضرورت باندې تاكيد، له هغو موضوع ګانو څخه دی چې د مراسمو په ويناګانو كښې مطرح كیږی.
همدا رنګ يو خصوصی جشن به سبا د زيارت په ورځ د كب په ٢٢ نیټه په تهران كښې د امامزاده حسن (ع) په مزار كښې كیږی چې نعتونه، د رسول اكرم (ص) د ژوند په موضوع سره د يوې كلتوری سيالۍ جوړول او د هغه حضرت (ص) د اخلاقی سيرت او كردار په اړه ويناګانې د دغه خصوصی جشن له پروګرامونو څخه دی.
376465