د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Ma’an»خبری اژانس یې نقلوی، د حماس د حكومت د بهداشت وزير ډاكټر «يوسف المدلل» د دې مطلب په اعلانولو سره ټينګار وكړ چې كه دا محاصره ادامه ولری نو لا زيات ناروغان به پكښې مړه شی.
هغه همدارنګ له نورو هيوادونو وغوښتل چې د دې محاصرې د ختميدو لپاره دې دخالت وكړی.
د مارچ په مياشته كښې تر اوسه پورې كم از اكم شل كسان د دې سيمې د حاصرې په سبب مړه شوی دی. چې ډېر پكښې ماشومان او ښځې وې.
اوس په دې حال كښې له زرو زيات ناروغان داسې دی چې په غزه كښې بندی دی او وتلو ته انتظار كوی خو د محاصر په سبب له دې ځايه نه شی وتلی هغه محاصر چې د رژيم صهيونيسټی او د مصر له خوا لږيدلې ده.
380238