IQNA

په تايی لينډ كې شيعه او سنيانو په ګډه د جمعی لمونځ ادا كړ

9:11 - April 05, 2009
د خبر لمبر: 1760268
سياسی او ټولنيزه ډله: د تايی لينډ د پوكت ښار شيعه ؤ او سنيانو پرون د جمعې په ورځ د دوری د مياشتې په 14 نیټه د جمعې لمونځ په ګډه ادا كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جنوب ختیځې څانګې د يو راپور له مخې، آية الله مروی، په تايی لينډ كې د جامعه المصطفی پوهنتون استازې ښاغلی حجت الاسلام «اميری» او ښاغلی حجت الاسلام «سيد سليمان حسينی» د پوكت ښار د جامعې جومات هداية للمسلمين» د امام او د دې ښار د اهل سنتو وروڼو په بلنې، د دې ښار په جمعې لمونځ كې ګډون وكړ
آية الله مروی د سيد حسينې په ژباړې سره لمونځ كوونكيو ته په وينا كې د تايی لينډ د مسلمانانو تر مينځ د وحدت په ضرورت ټينګار وكړ
هغه د دې هيواد د شيعه او سنيانو تر مينځ د اتحاد شتون څخه د خوشحالۍ د څرګندولو سره وويل: په ګډه د جمعې لمونځ ادا كول د مسلمانانو تر مينځ د وحدت او يووالی نمونه او سمبول دی
هغه ټينګار وكړ د مسلمانانو دښمنانو اصلی مقصد د مسلمانانو په اتحاد كې اختلاف اچول دی لكه رڅرنګه چې په فلسطين او غزی كې د مسلمانانو تر مينځ د نښتې جوړولو او يو بل سره جنګولو كوشش كوی او غواړی چې مسلمانان دې د بل مسلمان په لاس ووژنی.
آية الله مروی په پاې كې وويل: نن بايد مسلمانان خپل مذهبی اختلافات له مخې څنګ كړی او په خپل يووالی سره د مسلمانانو اساسی ستونزو مقابله وكړی
381967
captcha