د جامعهالمصطفیالعالميه د څیړنې مرستيال حجتالاسلام «حسن اخلاقی اميری»، د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د مشهد د څانګې سره په خبرو كښې دې كتابتون سره د جامعهالمصطفیالعالميه د مشر حجتالاسلام «اعرافی» مرستې ته په پام سره وويل: د لټون دې طريقې سره څیړاندې كولی شی چې په 90 زره كتابونو كښې خپل موضوع په فارسۍ، انګريزۍ او عربۍ ژبه كښې ولټوی.
هغه همدارنګ زياته كړه: په مشهد كښې د جامعهالمصطفیالعالميه كتابتون او اطلاعاتو بانك، چې پكښې 90 زره عنوانه الكټرونيكی كتابونه د لټون په اسانۍ سره موجود دی په اسلامی نړۍ كښې یې ډېر كم مثال پيدا كیږی، د دې په شان يوه بل كتابتون د امام علی(ع) كتابتون دی چې 75 زره كتابونه پكښې ایښی شوی دی.
395537