IQNA

فلپاين د اسلامی كانفرنس د غړيتوب د حاصلولو هڅه كوی

8:58 - May 08, 2009
د خبر لمبر: 1775230
سياسی او ټولنيزه ډله: د فلپاين ولسمشر ښاغلی « گلوريا ارويو» له خپل هيواد د اسلامی كانفرنس د غونډې د غړيتوب لپاره د كوشش كولو خبر وركړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جنوب ختیځ ايشيا د څانګې د يو راپور پر اساس، چې له سعودی عرب روځپانې الحياط یې نقلوی د فلپاين ولسمشر ښاغلی « گلوريا ارويو» د شام ولسمشر ښاغلی بشار الاسد سره په كتنې كې څرګندونه وكړه چې فلپاين د اسلامی كانفرنس د غونډې د غړيتوب ګروهنه لری. د دې هيواد په جنوب كې د سولې د تړون د حمايت حاصلول د دې غوښتنې اصلی مقصد دی
هغه په مينځينې ختیځ كې د شام د رول او د دې اسلامی هيواد په سيمې كې د سولې د راستولو په هكله وويل مونږ په مختلفو اړخو كې لكه كلتوری، روزنې او اقتصادی زمينو كې شام سره همكاری كول غواړو.
د شام ولسمشر ښاغلی بشار الاسد هم په دې كتنې كې وويل د دواړو هيوادونو تر مينځ د اړيكو د پراختيا لپاره د شام او د فلپاين د واكمنانو تر مينځ كتنې ضروری دی څو خپل ګډ مقصدونو تر لاسه كړو.
400772

captcha