د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش، چې له «دروس القرآن» علمی مركز یې نقلوی، د «الحكمة» اسلامی كلتوری مؤسسې مدير، د قم د دينی حوزې استاذ او د «آيتالله العظمی سيد محمد سعيد حكيم» د دفتر مشر «آيتالله سيد رياض الحكيم» په يوه مقاله «بين القرآن و علم» كښې داسې ويلی دی: قران په ډېرو ايتونو كښې د علم د زده كونې حكم كوی او د عالمانو ستاينه یې كړی او د جهل او نادانۍ سپكاوی یې كړی دی، كه وګورو چې قران د كوم علم د زده كړی سپارښتنه كړې ده؟ ايا دا اسمانی كتاب د علمونو پيدا كوونكی دی يا له علمونو لاندې دی؟
هغه ليكلی دی: ځينې څیړاندی او مفسران دا وايی چې قران كريم ټولو ګټه ورو علمونو ته انسان بلګلی دی خو ځنې وايی چې نا قران يوازې هغه علمونو ته انسان هڅه وی چې د انسانانو د دنيا او اخرت په ګټه وی.
«سيد رياض الحكيم» وړاندې ليكی: قران كريم ټول هغه علمونه تائيدوی چې د ټولنې پرمختګ، اقتصادی او نظامی ګټه پكښې وی او داسې نور ګټه ور علمونه تائيدوی د دې لپاره چې د هغې علمونو په وسيله مسلمانان له ذلت او خوارۍ وژغورل شی او له ځانه دفاع وكړی شی.
د الحكمه د مؤسسې دا مشر وړاندې ليكلی: دې ايت ته په پام: «هُوَ الَّذِی جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِی مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَیْهِ النُّشُورُ [خدای هم هاغه ذات دی چې ځمكه یې ستاسو لپاره رام او مسخره كړه او د هغې په پراخۍ كښې وګرځئ او د خدای له رزقه وخورئ او هم هغه ته بيا ورپاڅيدل دی](سوره ملك، آيه 15) خدای ځمكه او ټول څيزونه د انسانانو د ګټې لپاره پيدا كړی دی او له همدې ځايه ويلی شوی قران ټولو علمونو ته پاملرنه كوی او انسان سره له ځمكې او ټول كائناته په ګټه اخستلو كښې مرسته كوی.
قران كريم د علمونو پيدا كوونكې دی لكه توحيد، نبوت، فقه، اخلاق او عقايد.
او همدارنګ بلاغت، فقه اللغه(ژبه پيژندنه)، نحو او د دې غوندې نور علمونه چې انسان یې زده كړی او له قرانه ګټه واخلی لكه: (صرف و نحو، بلاغت و..)، منطق، عقايد، رجال و درايه، فقه، اسباب النزول، تاريخ اسلام وغيره.
سيد رياض الحكيم په اخر كښې ليكی چې مفسران او مترجمان دې نبايد له ځانه تفسير وكړی او خپلې شخصی نظریې او فكرونه دې په قران كښې نه شامله وی چې هڅې مسلمانان ورسره له قرانه جدا شی ځكه چې مستشرقان تل په دې هڅه كښې دی چې مسلمانان دې له قرانه جدا شی.
324608