د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد په دغې ناستې كې د ايران او امريكا د خبرو اترو په باب هم چې د يوه ګډون كونكی د خبرو چورليز ؤ ووئيل مونږ مسلمان او د منطق تابع يو او فكر كوو چې اصل خبرې اترې دی، زمونږ په با ؤر د ګواښ او زور ژبه نوره هیڅ كارندوالی نه لری او د منطق په اپوټه ده .
د اسلامی ايران ولسمشر ووئيل مونږ داسې منطق لرو چې هر چرته ئې وړاندې كوو او په اوسنی او د تير كال په سفر كې هم زمونږ نمائيندګۍ غوښتنه كړې وه څو د امريكا په څو پوهنتونونو كې حاضر شو او د پوهنتونونو له استاذانو او محصيلينو سره خبرې وكړوخو امريكايانو ونه منله او وموليدل چې تير كال په كولمبيا پوهنتون كې څه پیښه وشوه .. هغه ووئيل مونږ په دې چې لاړ شو او د اسلام پياوړی منطق وړاندې كړوو، نه ويریږو او ددې لپاره چې د نورو خبرې واورو څه پروا نه لرو او تاسو وليدل چې نيويارك ته په ټولو سفرونو كې مو د امريكا د ولسمشر وينا وې اوريدلی او په اوسنئ غونډې كې مو هم د ښاغلی باراك اباما ټوله وينا واوريدله خو پّه تيرو پنځو كلونو كې مو ونه ليدل چې د امريكا يوه ولسمشرهم د ايران د ولسمشر د وينا په وخت په خپل ځای كې ناست وی او وينا ئې اوريدلی وی.
هغه ووئيل ما څو ځله وئيلی دی چې له اوباما سره د نړۍ د رسنيو په وړاندې مناظرې ته چمتو يم دا هم د دې لپاره، ځكه چې نړيوال د دنيا د سياستوالانو په پټو خبرو هیڅ باور نه لری .
د اسلامی ايران ولسمشر د ايران د ایټمی موضوع په باب روښانه كړه د ايران ایټمی پروګرام په بشپړ ډول سوله ايز دی او دا خبره د ایټمی انرژۍ د نړيوال اژانس په راپورونو كې په لسګونو ځله ثابته شوې هم ده البته د منطق او اصولو په اساس او د اژانس د قوانينو په چوكاټ كې له هر ډول خبرو ته چمتو يو خو پخپلو حقه حقوقو هیڅكله سودا بازۍ ته چمتو نه يو، پر چا تيری نه كوو خو چا ته د تيريو اجازه هم نه وركوو
473030