IQNA

د ايران قرانی ډلې د سوډان د جماتونو كتنه وكړه

7:09 - October 13, 2009
د خبر لمبر: 1836853
نړيواله ډله: د جمهوری اسلامی ايران قرانی ډلې د تلی د مياشتې په 19 نیټه د سوډان د بيلا بيلو جماتونو كتنه وكړه چې د هغه ځای خلكو ورته ډېر په درناوی هركلی وويل.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د لیږی شوی خبريال راپور راكوی، په سوډان كښې قرانی ډلې د تلی د مياشتې په 19 نیټه د ايران د كلتوری مركز د مشر حجت‌الاسلام ابراهيم انصاری په مشرۍ كښې د سوډان د بيلو جماتونواو تاريخی ځايونو ليدنه وكړه چې د هغه ځای شيخانو او عالمانو ورته په درناوی سره هركلی وويل.

دوی د جماتونو ليدلو سره سره د عالمنانو كورونو ته هم لاړل لكه د شيخ ادريس محمد الأرباب كور ته او شيخ النبيل عبدالقادر ابو قرون جمات ته جمات ته هم ورغلل.
477763
captcha