IQNA

د اټلې په مدرسو كې د اسلامی كتابونو ښودل او تعليم غوښتنه

9:14 - October 20, 2009
د خبر لمبر: 1839287
نړيواله ډله : د اټلې د پارليمان د سپيكر او مشر ښاغلی "جانفرانكوفينی" د دې هيواد د حكومتی كسانو او سركاری او غير سركاری سكولونو مشرانو څخه غوښتنه كړې ده چې هر اوونۍ شاګردانو ته يوه ګنټه د عيسايانو كتابونو په ځاې د اسلامی كتابونو تعليم وركړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز Sabah یې نقلوی چې د اټلی د پارليمان او شورا مشر ښاغلی"جانفرانكوفينی" د مهاجرينو لپاره د نوې سياست په موضوع، تر سره شوې ناستې ته په خپل خطاب كې وويل چې مونږ بايد د خپل مسلمان اقليت او د هغو دينی تعليم هير نه كړو او د سكولونو استاذانو ته پكار دی چې هغوی په خپلو سكولونو كې په اوونۍ كې يوازې يوه ګنټه د اسلامی كتابونو تعليم وركړی
هغه زياته كړه چې د اسلامی كتابونو تعليم وركولو لپاره له داسې تجربه كارو استاذانو استفاده وشی چې هغوی په اطإلوی ژبه ښه زده وی چې هغوی د خپلو شاګردانو لپاره د د اسلامی مفاهيمو او مضمونونو په ښه توګه وضاحت كولې شی او كه چری د جوماتونو امامان دا وغواړی چې په سكولو كې دغه تعليم وركړی نو هغو ته هم اجازه وركولې شو.
480176
captcha