د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له البلاد ورځپاڼې یې نقلوی، د رياض د ښار د «محمد بن سعود» اسلامی پوهنتون د علمی ډلې غړی «عبدالله بن محمد الرشيد» په دې سمينار كښې وينا وكړه او پكښې یې د حجيانو لپاره د درسونو د دورې، وحدت او د پروردګار د اطاعت او په خدای باندې د توكل په هكله خبرې اترې وكړې.
د الازهر پوهنتون د مشر مرستيال مصطفی أبوكريشة هم په دې سمينار كښې وينا وكړه د حج د مناسكو او د حجيانو د سلامتۍ په هكله یې خبرې وكړې.
د هندوستان د اسلامی پوهنتون د حديث او فقې مشر «محمد عبيدالله الأسعدی» هم په دې سمينار كښې يوه مقاله "په حج كښې د ښځو سلامتی، اوزار او هدفونه" تر عنوان لاندې وړاندې كړه.
498301