د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهور يت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د ايران له رسندويو(ټی ويی چينل) سره په مركه كښې په دی باب د پوښتنې په ځواب كښې چې آيا په ايران د اسرائيلو او امريكا د حملی په اړه اندیښمن نه ياست وويل پوځی ګواښونه او حملی د وروسته پاتی سياستوالانو مفكوری دی.
هغه د ايران او برازيل تر مينځ د اتومی تجربو د تبادلې په اړه وويل دا د ايران او برازيل د ملتونو حق دی چې سوله ايزه اتومی تكنالوژی ولری او د قانون له مخې د دواړو ملتونو تر مينځ اتومی ملګرتياوی هم كیږی .
د ايران د اسلامی جمهور يت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد زياته كړه ايران له دوستو هيوادونو سره د اړيكو د پراختيا لپاره كوم محدوديت نلری او هر ځای چې د هيواد ملی ګټی یې وغواړی ملګرتياوو ته دوام وركوی.
503197