د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله عبدالامير قبلان په خپل پيغام كې وويل چې محرم د قربانی، شهادت، رښتينوالی او مقاومت مياشته ده په دې مياشتی كې امام حسين عليه السلام د خپل نيكه رسول الله صلی الله عليه و اله وسلم شريعت له كږلاريو او بدعتونو وژغورل
ايت الله قبلان ويل چې محرم د يووالی او ورورولۍ مياشته ده او مونږ د دې مياشتی په شورو كيدو سره پيغمبر اسلام سره بيا بيعت كوو
هغه وويل چې حضرت عيسی عليه السلام او پيغمبر اكرم صلی الله عليه و اله وسلم هر دواړو مقصد خلكو ته د نيكۍ او خير ښیګړې لار ښوونه وه
هغه د محرم الحرام په شورو كېدا سره له مسلمانانو او عيسايانو غوښتنه وكړه چې خپل وحدت او يووالی دې خيال وساتی
511445