حضرت ايت الله العظمی خامنه ای چې په فارس خليج كې یې د اسلامی ايران له سمندری بیړې سره د جماران د جنګی بیړۍ يو ځای كيدو په دستورو كې برخه اخستې وه د وسله والو ځواكونو دكوماندانانو په ټول كې د خپلو ګاونډيانو په خلاف د ايران د اقداماتو په باب د امركيا او ځينو نورو لو يدیځو هيوادونو دوروغو پروپاګنډو ته په اشارې وويل : د سيمې هيوادونه زمونږ وروڼه او ګاونډيان دی او مونږ باوری يو چې د فارس خليج هيوادونه دا سمندر په ګډ او عاقلانه سياست سره د سيمې د ټولو ولسونو او هيوادونو په ګټه اداره كولی شی .
د رهبرۍ ستر مقام زياته كړه : امريكا او صهيونيسټ رژيم په دغه ډول اختلاف اچولو سره هڅه كوی د اسلامی امت نظرونه له اصلی دښمنانو يعنې امريكا او صهيونيسټ رژيم وغړوی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د امريكا د ولسمشر او نورو مقاماتو وروستۍ خبرې د ايران له ولسه د هغوی دنهيلۍ او غوسې نښه وبلله او وې فرمايل:په ايران كې د ایټمی وسلو د جوړولو په باب د هغوی سوليدلې او ناصافه خبرې ښيی چې د ملت دښمنان حتی د تبليغاتو په برخه كې هم په ډير عاجزۍ سره د مسايلو په تكرارولو پسې شوې دی .
د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ مونږ په ځلونو ويلې دی چې زمونږ دينی اصول او عقيده د نسل د ختمولو د سمبول په توګه د دغه ډول وسلو جوړول حرام ګڼی او له همدې امله مونږ د ایټم په جوړولو باور نه لرو او دا كار نه كوو.
د ا سلامی انقلا ب لارښود د ايران له ګټو او سرچينو د لوټمار د دسترخوان ټوليدل د نړۍ د مستكبرانو د غوسې اصلی عامل وبلاه او د سلواغې په دوه ويشتمې نیټه د خلكو له لویې حماسې وروسته د ايران د ولس د دښمنانو پاتې راتللو ته په اشارې سره زياته كړه : په هغه ياد پاتيدونكې ورځ په مليونونو مومنو زړونو او پر استقامته مريو په يو اواز له استكباره د كركې غږ پورته كړ او دغه ښكلې او پاتيدونكی حقيقت سلطه پالی په تيره بيا امريكا بيچاره ، غوسه او نهيلې كړې ده .
ايت الله خامنه ای په دوام كې د ايرانيو متخصصانو په لاس د جماران د جنګی بیړۍ جوړولو ته په اشارې سره وويل : دا لويه بريا چې په خدای دتوكل اميد او باور نيتجه ده زمونږ ځوان نسل تر پخوا زيات هوډمن كوی او دا هوډ او هيله حتی تر دغه بیړۍ هم زياته مهمه او خوږه ده .
540715