IQNA

د پيغمبر(ص) د زوكړې په درشل كښې په پاكستان كښې جشنونه او خوشحالۍ

22:01 - February 25, 2010
د خبر لمبر: 1890655
نړيواله ډله: د پاكستان خلك د ګران پيغمبر(ص) د زوكړې د جشنونو په پروګرامونو لپاره چمتو شوی او سړكونه او كوڅې یې څراغونو سره ښكلې كړی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له APP خبری اژانس یې نقلوی، د پاكستان په بيلا بيلو ښارونو لكه راولپنډۍ، اسلام اباد، لاهور كراچۍ او نورو ښارونو كښې د پيغمبر(ص) د زوكړې په خوشحالې كښې سړكونه او كوڅې ښايسته كړې شوی دی.
په بازارونو او محلو كښې د زېړ رنګ كپړې چې ورباندې د قران ايتونه، د پيغمبر(ص) حديثونه او شعرونه ليكلی شوی دی په بازارونو كښې لګيدلی دی او په كورونو باندې څراغونه لګيدلی دی.
خلك د پيغمبر(ص) د زوكړې ورځ (د اهل سنتو په روايت 12 ربيع الاول) ته په ډېرې بې قرارۍ سره انتظار كوی.
543895
captcha