د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد پرون دايران په شمال كښې په رشت كښې دمينځنی ختیځ دسرطان ضد درملو دجوړولو دسترې كارخانې دپرانستلو په مراسمو كښې وويل وروسته له دې چې د ايران ملت فيصله وكړه په اټومی موضوع كښې خپل كار پرمخ بوځی لويدیځوالو له خپلو رسندويو په ګته پورته كولو سره پراخ يرغل پيل كړ چې ايران بايد يورنيم پاخه نكړی او په دې لاره كښې یې چې هر څه لرل دايران دملت پرضد وكارول.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر په دې خبرې ټينګار سره چې نن سبا دايران دملت دپرمختګ لاره اواره شوی ده ډاګينه كړه لويدیځوال هڅه كوی زمونږ دساينس پوهانو ذهن فرعی لاره ته بوځی خو په ډاډ سره وايم چې هغوې به بريالی نشی .
547158