IQNA

په تركی كې د " قران پاك او انسان" په موضوع سيمينار تر سره شو ‏

22:41 - April 22, 2010
د خبر لمبر: 1911123
نړيواله ډله: د تركی د "كوتاهيا" ولايت مفتيانو كونسل په كوششونو سره په شلم اپريل ددې ښار په كلتوری ‏سنټر كې د " قران پاك او انسان" په موضوع سيمينار تر سره شو ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "‏beyazgazete‏" ويب پاڼې یې نقلوی چې ‏د پوهاندو، د پوهنتون استاذانو، عالمانو او د جوماتونو خطيبانو په دې پروګرام كې ګډون په كولو سره د د ‏انسان د روزنی او د خدای پاك په مينه كې د خدای كلام يانی وحی رول په هكله خبرې اترې وكړې.‏
د تركی د مذهبی چارو وزير سلاكار ښاغلی "فكرت كارامان" په د ې سيمينار كې په خپل خطاب او وينا كې ‏وويل چې په ټؤلنی كې قرانی كلتور په تبليغ كې د پيعمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم د رول ته په اشارې ‏سره وويل چې د حضرت محمد صلی الله عليه وله وسلم كړچار داسې ؤ چې دښمنان به هم د قران پاك په ‏ايتونو كې د فكر او سوچ كولو ته مجبوريدو او پيغمبر اكرم په دې طريقه د كافرانو او دښمنانو پام قران پاك ‏ته راګرځولی ؤ
‏566272‏
captcha