ایکنا- د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم ټینګار کړی چې په غزه کې د اسرائیلي رژیم د پوځ نننیو ترورونو، په ځانګړي ډول د غزې ښار د پولیسو د مشر په نښه کولو، د هوکړې ضامنو ته یو اور اوچونکی پیغام لېږلی دی.
د ایکنا د راپور له مخې، د فلسطین د اطلاعاتو مرکز په حواله وائي، باسم نعیم زیاته کړه چې دغه اقدامات په عملي توګه د بنیامین نتانیاهو هغه اعلان شوی دریځ تاییدوي چې نوموړي د هغې نقشهلارې مخالفت کړی چې د «سولې شورا» استازو پرې له فلسطیني ډلو سره خبرې کړې وې او دغو ډلو هم، سره له دې چې د هغې مادې سختې وې، د نقشېلارې سره ئې موافقه کړې وه.
نعیم ټینګار وکړ چې د دغه وضعیت دوام به په حقیقت کې د نتانیاهو د انتخاباتي ایجنډا پر وړاندې تسلیمېدل وي.
اسلامي مقاومت غورځنګ حماس هم په یوې اعلامیې کې د اسرائیلي رژیم د پوځ له لورې د ډګروال جمال ابوکمیل، چې د غزې ولایت د عمومی پولیسو مشر و، ترور وغنده
حماس دغه اقدام یو وحشیانه او غولونکی جنایت وباله او ویې ویل چې دا عمل د جنایتکار نیواکګر رژیم اصلي ماهیت څرګندوي.
په اعلامیې کې راغلي ،د غزې ولایت د ملکي پولیسو د مشر، ډګروال جمال ابوکمیل، پر وړاندې د اسرائیلي جنایتکار پوځ د ترور عملیات، د فلسطین د ملت پر وړاندې د نیواکګرو د وحشیانه جنایتونو پر دوام ټینګار او په غزه تړانګه کې د ګډوډۍ او بېقانونۍ د رامنځته کولو لپاره د هغوی د فاشیستي او ناهیلو کوونکو هڅو دوام دی.
حماس ټینګار کړی:دغه وحشیانه او غولونکی جنایت د جنایتکار نیواکګر رژيم حقیقت او د هغه سیاستونه بربنډوي؛ هغه سیاستونه چې موخه ئې د نسلوژنې جګړې دوام، په غزې تړانګې کې د بشري ناورین ژورول او دغه سیمه د ګډوډۍ حالت ته کش کول دي، چې یو بشپړ جنګي جنایت ګڼل کېږي.»
حماس د خپلې اعلامیې په پای کې له منځګړو وغوښتل چې د اسرائیلو د پرلهپسې سرغړونو د سمدستي درولو، د دغه رژیم د محاکمه کولو او د غزې په تړانګه کې د شرمالشیخ د اوربند د هوکړې د مادو د سمدستي رعایت لپاره پر اسرائیلو د فشار راوړلو په موخه بېړنی اقدام وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4369655