د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له twocircles ويب پاڼې ېی نقلوی چې د هندوستان په بهار ولايت كې د جماعت اسلامی ګوند په كوششونو سره شورو شوی دا قرانی اوونۍ به د راتلونكی ميلادی مياشتې جون تر څلورمی نیټې پورې دوام ولری.
د هندوستان د جماعت اسلامی ګوند د مركزی كونسل غړی ښاغلی حسن رضا په دې هكله وويل چې دې قرانی اوونۍ د تر سره كولو مقصد خلكو ته د قران په هكله د زياتو معلوماتو وركول دی او د قران پاك د يوازې تلاوت په ځای بايد د قران تعليمات د انسان په وګړنيز او ټولنيز ژوند كې هم كارول شی.
هغه زياته كړه چې قران پاك يوازې د اسلامی قوانينو كتاب نه دی بلكې دا داسې ايينه ده چې د ټؤلنې كسان په دې كې كتلو سره خپل عيبونه او كموالی پيژندنی او په دې تعليماتو باندې په عمل كولو سره هغه عيبونه له ځانه ليرې كولای شی.
588100