IQNA

په دمشق كې د غزې په موضوع د فرانسيسی د هنر استاذې د هنر نندارتون

23:22 - June 08, 2010
د خبر لمبر: 1936469
كلتوری او ټولنيزه ډله: د دمشق په كلتوری سنټر ابو رمانه كې د غزې د كلابندۍ په موضوع د فرانسيسی د هنر استاذې ښځې هنرونو نندارتون لګيدلی دی
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له شام سركاری خبری اژانس سانا يی نقلوی چې د فرانسيسی ښځې د هنر ماهره او استاذه مرمن بريجیټ فاوډر د هنرونو او جوړكړی څيزونو د نندارتون په وسيله د فلسطين خلكو سره د خپلی مينې څرګندونه كړی ده او په دې نندارتون كې یې د فلسطين ملت مصيبتونه او د غزې كلابندۍ یې په خپلو شپيتو بورډونو كې وړاندې كړی دی.
د دمشق په هنر ګيلری كې په پينځم جون ترسره كيدونكې افتتاحی مراسمو فاوډر په وينا كې وويل چې زه يوه رنګسازه يم او د بورډونو په وسيله زه د خپلو جذباتو او خيالاتو څرګندونه كوم او په ګيلری كې د غزې او د سولی ټكی په ليكلی سره، ما د فلسطين په هكله د خپلو جذباتو څرګندونه كړې دی.
593096
captcha