د اسلامی اړيكو او كلتور د سازمان كلتوری مرستيال «محسن پاك آئين» په دې هكله وويل: د اسلامی اړيكو او كلتور د سازمان مشر نن د چنګاښ د مياشتې په دوه ويشتمه نیټه په ګلستان كښې د تجسمی هنرونو د نړيوال سمينار د شورو په پروګرام كښې وويل: د دې لپاره چې د غزې د خلكو حمايت كوونكی كس فاخری ته چې د غزې د ازادۍ د بیړۍ په هكله یې خپل هنر ښودلی وو، حمايت وشی هغه ته په دې سمينار كښې ګرانبيه ډالۍ وركول كیږی.
هغه زياته كړه: ګډون كوونكی چې له 17 هيوادونو راغلی دی په باقی پاتې ورځو كښې چې د جشنوارې د ختميدو موده ده، كولی شی چې د غزې د مظلوميت او د صلحې د بیړۍ په هكله چې رژيم صهيونيسټی ورباندې بريد كړی و، خپل اثار مسئولانو ته وړاندې كړی.
د ياد وړ خبره ده ده چې په دې سمينار كښې د چين، سنگال، تانزانيا، غنا، زيمبابوې، پاكستان، افغانستان، تركیې، سوډان، صربستان، بنگلادش، قزاقستان، قرقيزستان، آلبانيه، كنيا و كويت هيوادونو ځوانانو ګډون كوی او دا به د چنګاښ د مياشتې تر 24 نیټې دوام لری.
613804