IQNA

په قطر كې د "قرآن كريم د هنر په رڼا كې" په عنوان سره د نندارتون انتظام كیږی

20:59 - August 25, 2010
د خبر لمبر: 1981543
نړيواله ډله: د قطر په پلازمينې دوحی په الهلال سيمې د "قرآن كريم د هنر په رڼا كې" په عنوان سره د نندارتون د تر سره كيدو ‏انتظام كیږی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له قطر ورځ پاڼې الشرق یې نقلوی چې چې ددې نندارتون انتظام د ‏ايران كونسل خانی كړی دی او په دې كې د ايران خوشخط ماهر ښاغلی پهلوان زاده قرانی اثار هم نندارې ته وړاندې كیږی ‏
د ايرانی كونسل خانی مشر ښاغلی محمد مهدی احمدی ويلی دی چې دا نندارتون ځكه دلته لګولی شوی دی چې په ميلادی كال ‏‏2010ء لپاره دوحه د اسلامی نړۍ د كلتوری پلازمينې په توګه ټاكلی شوی دی. ‏
هغه وويل چې په دې اړه د قطر د كلتور وزير ښاغلی "محمد بن عبدالعزيز الكواری" هم همكاری كړی دی. ‏
احمدی زياته كړه چې دا ډول نندارتونونو په تر سره كولو سره د عربی او فارسی ژبو تر مينځ اړيكې نورې هم ټينګیږی
‏639450‏
captcha