د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت ا... جنتی د رهبرۍ د ستر مقام دې ټیڼګار ته په اشارې سره چې فرمايلی دی، د لويدیځ موقعيت، د اسلامی ویښتيا په مقابل كې لړزانه شوی، وويل، قرآن شريف يواځې د ايران لپاره نه دی، بلكه د يو نيم ميليارده مسلمانانو اسمانی كتاب دی چې سوځول كیږی.
هغه لوديدیځ د داسې غير عقلانی اقداماتو په وړاندې اصلی تاوانی وباله، او وې ويل، لويدیځوال چې داسې كوم كار كوی نو په تاوان یې تمامیږی.
هغه د ايران په خلاف د امريكا تر دباو لاندې د ايران په خلاف بنديزونه بې اغيز وبلل او د دغو اقداماتو په غندلو سره یې وويل، د ايران ملت تل د قرآن سوځونكی دښمن په مقابل كې ودريدلی او دباونو ته به تسليم نشی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب وويل، ايران ملت چې ظلم ځپونكی، پياوړی او د سرشيندونكی دی، د پرمختګ څوكو ته د رسيدا لپاره له ستونزو سره مخ دی، چې ترې په آسانۍ سره تيریږی، او برياليتوب ته رسیږی.
هغه د رهبرۍ د ستر مقام د وچتو ځانګړنو په بيانولو سره ټينګار وكړ، اسلامی حكومت د عادل فقيه په لاس كې دی چی په غوره وړتيا سره په ډيره ښه توګه د داخلی او خارجی وضعيت تر څارنې لاندې لری.
هغه زياته كړه د ۸۸ كال د انتخاباتو فتنه هم د رهبرۍ دستر مقام په وړتيا سره نابوده او دښمنان هم نا هيلی شول.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت ا... جنتی په پاكستان كې ورانونكی سيل ته په ا شارې سره وويل، له دغو سيل ځپلو سره دزياتو مرستو په اړه درهبرۍ دستر مقام په پيغام پسې،دايران ملت له پاكستانی سيل ځپلو سره خپلې مرستې زياتې كړې.
هغه د دغو مرستو د بهير په تشريح سره ، په دې اړه دايرانيانو همت وستايه او ددغو مرستو په دوام یې هم ټينګار وكړ.
656643